فرانسیس چوی؛  د لوبتوکو پاچا

 
د نړۍ د شتمنو کسانو د ژوند له مطالعې دې پایلې ته رسېدی شو چې د کاروبار او ښه ژوند د رامنځته کولو لپاره په هره ټولنه او هره سیمه کې ګڼ فرصتونه شته. ډېری شتمنو له همدې فرصتونو په نشت یا خورا لږو امکاناتو نه یوازې د ځانونو بلکې د خپلو ټولنو لپاره ستر کارونه ترسره کړي دي. د لوبو توکي په داسې ټولنه لکه افغانستان کې چې له بهره یې واردوي، اضافي لګښت ښکاري، خو داسې خلک هم شته چې له همدې لارې نه یوازې میلیاردران شوي، بلکې خپلو زرګونه هېوادوالو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
هنګانګی فرانسیس چوی د لوبتوکو له کاروباره میلیاردر شوی دی. نوموړی د چین په ګوانګ دونګ ولایت کې زېږېدلی، خو په هانګ کانګ کې را لوی شوی دی. لا تنکی ځوان و چې د لوبتوکو «سامان بازي» پلور یې پیل کړ. د ۲۵ کلونو و چې پر سمپا کړو پیسو یې د لوبتوکو د تولید لومړنۍ فابریکه پرانیستله. د نوموړي د هڅو او زیار په پایله کې فابریکې په لږ وخت کې ډېر پرمختګ وکړ. په پنځو کلونو کې یې د کارکوونکو شمېر تر ۳۰۰ تنو ورسېد. د کار په لومړی لسیزه کې یې د لوبتوکو له یوې سترې امریکايي کمپنۍ ماټل سره همکاري پیل کړه.
د لوبتوکو له یوې کوچنۍ فابریکې پیل شوی کاروبار اوس د «Early Light International» په نوم پر یوه کمپنۍ بدل شوی چې په نړۍ کې د لوبتوکو د تولید تر ټولو ستره کمپنۍ ده. چوی ته د همدې کمپنۍ له برکته د لوبتکو د پاچا لقب ورکړل شوی دی. چوی یوازې په دې برخه کې پر فعالیتونو بسنه نه ده کړې، بلکې د جایدادونو، روغتیا او ساعتونو د تولید برخې ته یې هم خپل فعالیتونه غځولي دي.
د شمېرو له مخې په وروستیو کلونو کې د نوموړي د پانګې اصلي سرچینه جایدادونه او روغتیا ده. دی د « Town Health International Medical Group» په نوم د روغتیايي خدماتو په یوه ګروپ کې ونډې لري. چوی تر یو بریده د تجلي ژوند پلوی دی. دی د ساعتونو یو کلکسون لري چې ویل کېږي یوه برخه یې د نړۍ تر ټولو ګران ساعتونه دي. د دې ترڅنګ د مسابقو لپاره ۴۵ سپورتي موټر هم لري.
د سوداګریزو فعالیتونو ترڅنګ په سیاست کې هم ښکېل دی او د چین د خلکو د سیاسي مشورتي شورا غړی پاتې شوی دی. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې فرانسیس چوی اوسمهال دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۴۸ ام او په هانګ کانګ کې ۱۳ ام ځای لري. ده واده کړی، دری اولادونه لري په هانکانګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.