کا بینه او هیلې

 
تر سلو ډېر ورځې تېرې شوې چې افغان ولس دې په تمه دی تر څو نوې کابینه اعلان شي او ملت خپلو کارونو ته په خلاصه سینه پر مخ بوځي، افغان ولسمشر څو میاشتې خلک په تمه کړل د افغانستان به تاریخ کې که دا حکومت نوی وو، له بلې خوا دا چې د څو میاشتو لپاره په ۲۱ پېړۍ کې یو هېواد بې کابينې وي د تاریخ ټوکه ورته ویلی شو، او دا چې یوه حکومت خپل ملت ته پوره درې میاشتې دروغ وویل د تاریخ لویه ملنډه ده او دا چې یوه حکومت یو ملت درې میاشتې نن په سبا کاوه د تاریخ تر ټولو لوی دروغ وو چې تر دېرش میلیونه زیات خلک یې نن په سبا کړل، خو که له دې سره د خلکو هیلې پوره نه شي دا به د تاریخ لویه دوه که وي چې یو حکومت یې تردېرش میلونه زیات نفوس ته ورکوي دا ملت په همدې خبر و غولول شو چې ګواکې دوی ته متخصصه او مسلکي کابینه جوړوي او دا وویل شول چې ګواکې له هر وزیره به پوره یو ساعت مصاحبه په خپله ولسمشر اخلي خو د مخکنیو ګنګوسو داسې ښکاري چې دا هر څه با بېځه خبرې وي.
په دې کې شک نشته چې افغان ولسمشر غواړي چې همداسې یوه کابینه اعلان کړي زه د دې په اړه مطمین یم ځکه زما یو ملګری چې د یوه ولایت والي کیده هغه په خپله وویل چې نږدې څلوېښت دقيقې یې دومره خبرې ترې و اېستې چې په ۱۶  کاله زدکړې کې یې نه وو ورته پام شوی.
خو له بلې خوا دا چې غوا دوه قصابان لري نو حتما به ګډوډي کېږي ځکه یوه خوا په تخصص تجربه او پوهه تکیه کوي خو بله ډله بیا پر تنظيمي اړیکو او جنګي تجربو تکیه کوي نو اور او اوبه هېڅکله هم سره نه ورځي.
له دومره هیلو سره سره ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه د جدي(۲۲) به نوې کابینه معرفي شي او ولسي جرګي ته به د رایي اخیستو ته ور شي دا چې به دې کې به څه ډول کسان وي ټول ولس به یې ووني.
دا به هم ملته ته مالومه شي چې اجرایه ریس غوښتل څوک وړاندې کړي او ولسمشر او سه نو د ملت او یا هم د جمعت خدمتګاران مالوم شي.
په دې ډله کې یوه ډله غواړي د خپل حزب مربوط کسان په دندو وګماري که هغه له یوې ولسوالۍ هم وي کومه پروا نه کوي خو باید د دوي په سیاسی ډله پورې تړاو ولري.
تر څو  په راتلونکو ټاکنو کې دوی له یوې خوا ډېر کسان ولري او له بلې خوا یې ډېر پیسې ټولې کړې وي چې وکولی شي په راتلونکې کې له هغې نه ګټه واخلي او بله خبره دا ده چې په لوی لاس غواړي د ملي وحدت حکومت چې یو پښتون یې مشر دی بد نام کړي تر څو په راتلونکي کې څوک په هیچا باور و نه کړي پرته له یوه سیاسي حزبه.
اجرایي ریس غواړي د ملي وحدت حکومت ناکام کړي او په دې پروسه کې ډېر دولتونه او کسان ورسره دي ایران او امریکا په ښکاره توګه د مرستیالانو په مټو په حکومت کې څوکۍ غواړي او په حکومت کې د فاسدو کړیو ځای پر ځای کول یې موخه ده.
دې ته باید ټول ملت متوجه وي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې به نړیواله او سمییزه بڼه د ناکامولو هڅې روانې دي او په هره توګه چې کېږي غواړي دا حکومت را وپرزوي تر څو دوی خپلو موخو ته ورسېږي.
او د دوی دې کار تر یوه بریده کامیاب دی ځکه د ولسمشر په وړاندې د ده ډېر نږدې کسان هم اوس ولاړ دې او ولسمشر ته وايی چې ته سم کار نه کوي په ژمنو دې وفا و نه کړه.
به داسې حال کې ولسمشر ته باید وخت ورکړل شي ځکه له یوې خوا له بهرنیو ستونزو سره مخ یو له بلې خوا نړیوال تروریزم ورځ پر ورځ مخ ته را راوان دی او له بلې خوا د حکومت په د ننه کې ځنې کړي د حکومت د ناکامۍ هڅې کوي تر څو په راتلونکې کې څوک د جمعت په وړاندې د دریدو تکل و نه کړي.
خو له دومره هسکو او ټيټو سره به ووینو چې حکومت څومره ملت ته د پرمختګ په ژمنو وفا کوي څومره موثره کابینه جوړوي د افغان ولس هیلې په پام کې نیسي که نه.
د لوی افغانستان د د یوه متحد او پرمختللي افغانستان په هیله.