
د تورو سترګو سره جنګ دی
له وچو ګرګو سره جنګ دی
د ځوانيمرګو سره جنګ دی
له غنمرنګو سره جنګ دی
اېمانه! هسې نه اېمان دې خراب کړينه
.........................
په ښائيستو چې نظر کړي
هغه به ځان تل در بدر کړي
بس له رڼې ورځ به خطر کړي
په بلاګانو به خپل سر کړي
بیا به د شيخ په تاويزګي هم جوړ نشينه
................
جانان له هر څه راته ګران دی
لکه جانان لکه اېمان دی
په خولګۍ پروت یې چې پېزوان دی
زلمی اېمان ورپسې وران دی
د زړه له درده پرې ټپيزې اوس ليکينه
..........
مونږه خو مينې ځوانيمرګ کړو
ليلې شېرينې ځوانيمرګ کړو
یوې، سپوږمۍ سپېنې ځوانيمرګ کړو
بل لونګينې ځوانيمرګ کړو
اوس نه لونګ شته نه خولګۍ موږ ته رکوينه
......
زه د مورچل سړی هم نه شوم
د تور اوبل سړی هم نه شوم
د یوه بلبل سړی هم نه شوم
بل د غزل سړی هم نه شوم
د محبت ژوند له څلورو و ايستمه
....
زما د مرګي مه ورته وایئ
په خدای راستي مه ورته وایئ
خو نه ژاړي مه ورته وایئ
دا خو بېخي مه ورته وایئ
چې اېمان ستا په یاد کې شپې سبا کوينه
..
زما غزل ترېنه قربان شه
جانان ته وویه چې انسان شه
راشه ملک راشه خان شه
زما ځيګر زما اېمان شه
ځيګر کباب کړه په آېمان خوره جنتوونه
په سره پېزوان باندې مين یم
بس نو جانان باندې مين یم
داسې انسان باندې مين یم
ته واه قران باندې مين یم
چې یې په مخکې فدایی بريدونه کړمه
+++
له تور سترګو چې خوب یوسي
له یوې نه غبرګو چې خوب یوسي
له ځوانيمرګو چې خوب یوسي
له پخو ګرګو چې خوب یوسي
هغه به څنګه بیا اېمان پوره کوينه
+++++
هغه په سر یې زرغون شال دی
پېزوان یې خولې باندې را ټال دی
په مړو کتو کې یې کمال دی
له قد نه لوړ لکه دنګ نال دی
نور یې زه څه شی درته و ستایم ميئنه ؟
+++++++
د ښاپېرو په زړه کې ګرځم
د ښائیستو په زړه کې ګرځم
د جينکو په زړه کې ګرځم
هغو، هغو په زړه کې ګرخم
هغه چې زه یې د اېمان په شان ساتمه
++++++++++
څه د ښکلا په خوا ژوندون دی
د شاليلا په لورې یون دی
هغه لېلا او دا مجنون دی
زړه کې یې داسې یو ټړون دی
که یو ځای نه شوو د منصور په دار خېژونه
اېمان