
امریکایی رېنډل جې کرک د بیو تکنالوژۍ له بریالیو سوداګرو څخه دی. نوموړی یو له داسې کسانو دی چې د بیو ټکنالوژۍ او درملو څو کمپنۍ یې د بریالیتوب تر پولو رسولې دي.
رېنډل جې کرک د ۱۹۵۴ زېږدیز کال د مارچ په لومړۍ نېټه د کالفورنیا ایالت په پلایزانټون سیمه کې زېږېدلی دی. د نوموړي پلار د امریکا په هوايي ځواک کې دنده درلوده، له همدې کبله د ځوانۍ پر مهال یې کورنۍ څو ځله له یوه ځایه بل ځای ته تللې ده.
کالج یې په ویرجینیا کې لوستی. وروسته یې د موټرو او موټرسایکلونو د پېر او پلور کار پیل کړی. له دغه کار سره په یوه وخت یې د راډفورډ پوهنتون کې د سوداګرۍ ځینې کورسونه لوستي. له همدې پوهنتونه یې وروسته په اقتصاد کې ماسټري هم ترلاسه کړې ده. د ویرجنیا په پوهنتون کې د قانون په برخه کې تر زده کړو وروسته یې د وکیل په توګه دنده ترسره کړې ده.
په ۱۹۸۳ کال کې له جورج ګریګوري سره په ګډه د « General Injectables and Vaccines» په نوم د طبي وسایلو کمپنۍ جوړه کړه. دا کمپنۍ یې له خپل شریک سره له بېلتون وروسته په ۱۹۹۸ کال کې وپلورله. په ترلاسه کړو پیسو یې د «New River Pharmaceuticals Inc» په نوم کمپنۍ جوړه کړه. دې کمپنۍ د نوې تکنالوژۍ پر مټ با کیفیت او بې زیانه درمل تولیدول. نیو رېور فارماسیټیکلز یې هم په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې په دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره وپلورله.
ده په ۲۰۱۱ کال کې د کلنیکل ډېټا په نوم بله کمپنۍ په ۱،۲ میلیارده ډالره وپلورله.
کرک په ۱۹۹۹ کال کې د ترډ سیکوریټي په نوم د پانګونې یو بنسټ هم رامنځته کړی و. نوموړي وروسته د اېنټروکسان په نوم د بیو تکنالوژۍ په یوه کمپنۍ کې چې توماس ریډ په ۱۹۹۸ کال رامنځته کړې وه پانګونه وکړه.
دی اوسمهال په دې کمپنۍ کې د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ۶۰ سلنه ونډه لري او د پانګې اصلي سرچینه یې همدا کمپنۍ ده. د دې کمپنۍ ونډې چې په ۲۰۱۳ کال کې د ونډو مارکېټ ته وړاندې شوه په لومړنیو ورځو کې ۵۰ سلنه لوړې شوې.
کرک په یوه مرکه کې ویلي چې د پیسو ترلاسه کول اسانه دي، په دې شرط چې تاسې یو څه پيدا کړی چې له هغې سره مینه لری.
د فورس مجلې د شمېرو له مخې رېنډل کرک اوسمهال دری اعشاریه نهه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۰۳ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۲۶ ام ځای لري.
دی څلور اولادونه لري، خپلې مېرمنې ته یې طلاق ورکړی او د فلوریډا ایالت په مانالاپان سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.