داعش تر افغانستانه !



داعش یو له هغه ډلو څخه ده، چې د لومړي ځل لپاره یې په عراق کې تروریستي بریدنه پیل کړل، خو دا ډله ولې رامنځته شوه؟ علت دا و چې کله امریکایان له عراقه بهر شول، نو په دې وخت امریکا ته یو لوی زیان واوښت هغه دا چې امریکا په ډېر زحمت سره عراق ته د ننه شوې وه، نو بنأً امریکا نه غوښتل دا هېواد له لاسه وباسي، نو د داعش تر نامه لاندې یې یوه ډله رامنځته کړه، دې ډلې په لومړیو کې لږ لږ فعالیت پیل کړ، خو وروسته وروسته د دوی ترورستي فعالیتونو زور اخیست او په عراق کې یې لوی خنډ رامنځته کړ، عراقیان په لومړیو کې له دې ډلې سره مبارزه پیل کړه، خو کله یې چې ولیدل چې دا ډله ډېره پرمخ تللې او په مهمو تجهیزاتو سمبال ډله ده، نو د دې ډلې په ماتې کې عراقي پوځیان پاتې راغلل، کله چې دوی پاتې راغلل، غرب او یو شمېر نورو هېوادو په ځانګري ډول غربي هېوادو له عراق څخه خپل ملاتړ بیا ځلې اعلان کړ، په داسې حال کې چې دا ملاتړ نه بلکه امریکایانو ته د ننوتو ضمینه برابرول وو.
غربیانو به تل دا خبرې کولې چې ګواکې امریکایي ځواکونه له عراقه بهر شول او عراقي ځواکونه په یووازې توګه نه شي کولای د دې تندروې ډلې مخه ونیسي او د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي، خو بلاخره عراق یې دې ته اړ کړ چې یو ځل بیا له امریکا څخه مرسته وغواړي، کله چې د عراق حکومت له امریکا او غربي هېوادو څخه مرسته وغوښته، دوی هم ورته ومنله او یو ځل بیا عراق ته دننه شول او په داعش یې د دروغو بریدونه پیل کړل، په داسې حال کې چې یو یې هم نه وژلو یووازې ملکي وګړي تر خاورو کېدل، ځکه دلته امریکا له یوې خوا داعش حمایه کوله او له بلې خوا یې د عراق له حکومت سره چل کاوه.
خو دا ډله او دا جګړه له عراقه د باندې په ګاونډیو هېواد لکه: سوریه فلسطین او داسې نورو ته وغځېده، او د دې ډلې په مرسته امریکا ډېر خلک ووژل، هغه هم په داسې ډول چې له خپرولو او لیدلو یې د انسانانو وحشت کېدو او ډارېدل.
اوس به زه دومره ووایم چې امریکا غواړي د دې ډلې په مرسته په ټوله نړۍ حاکمیت ولري، امریکا غواړي دا ډله د ایران، عراق، روسیې او افغانستان د کنټرولولو په موخه وکاروي، ځکه له ایران سره په اټومي لانجه کې ګیر دی، له روسیې سره د کریمیا په سیمه جنجال دی، له عراق او افانستان څخه نه غواړي بهر شي.
نن چې د داعش د پیدا کېدو خبره په افغانستان او هغه هم په یوه نا امن ولایت هلمند کې کیږي، علت یې همدا دی چې دوی نه غواړي دا هېواد امن شي، ځکه دوی وایي چې که په افانستان کې امن راشي نو دوه کاله وروسته مې د امنیتي تړون وخت هم پوره شي، نو افغانان به راته ووایي چې نور خیر یوسې او زموږ له هېواده بهر شه.
په داسې حال کې چې دوی هېڅکله نه غواړي د اسیا زړه چې افغانستان دی له لاسه ورکړي، دوی په افغانستان کې دوې اساسي موخې لري: لومړی دا چې دوی غواړي پر ایران او روس تسلط ولري، دوهم دا چې دوی وایي چې که چېرې جنګ شو نو لنډ به خپل برید وکړم او ځان به موخې ته ورسوم.

دوستانو لنډه دا چې امریکا نه غواړي موږ ارام شو، تر اوسه یې طالبانو ته پیسې ورکولې او هغوی یې د افغان حکومت پر وړاندې جنګول اوس به د داعش په نامه همدغه افغانان درته پورته کړی البته د ډبل معاش او کلک ملاتړ په مرسته او د افغانستان د حکومت او افغانانو پر وړاندې به یې وجنګوي.
په درناوی امین پاچا