د نړۍ نامتو انځورګران (۳): پابلو پيکاسو

 
د زېږيدو نېټه: د اکټوبر ۲۵ مه، ۱۸۸۱ ز کال.
د مړينې نېټه: د اپريل ۸ مه، ۱۹۷۳ ز کال.
 
انځورګر پابلو پيکاسو د هنرپوه په کورنۍ کې، د اسپانيې د «مالاګا» Malaga په ښار کې زيږيدلی دی.
دی نه يوازې د شلمې پيړۍ يو نامتو انځورګر و بلکې، مجسمه جوړونکی، د تیاتر ډايرکټر ، په لرګي کې حکاکي، ډبرين چاپ (ليتوګرافي)، د خټينو او چيني توکو د جوړولو هنر يې هم زده و.
پلار يې د طبعيت انځورګرۍ ته مخه کړې وه، خو کله يې چې د خپل ماشوم لوړ استعداد ته پام شو او په دې پوه شو، چې په کورنۍ کې يې نابغه په لويدو دی، خپل زوی ته يې برسونه او رنګونه په لاس کې ورکړل او د ده لومړنی ښوونکی شو.
په ۱۳ کلنۍ کې پابلو پيکاسو، د « د بارسېلونا » د هنرونو اکاډيمي کې او ورپسې په پلازمېنه «مادريد» کې، د « سانت فېرناند» اکاډيمي کې شامل شو.
تر زده کړو وروسته پابلو پيکاسو د فرانسې پلازمېنې پاريس ته ځي او همدلته د ده لوړ هنري ژوند پيليږي او تر ټولو نامتو اثار يې همدلته پنځولي دي.
پابلو پيکاسو د «کوبيزم» بنسټ اېښودنکی بلل کيږي؛ ده په ګډه له دوه تنو نورو انځورګرو «جورج براک» او « خوان ګريس» سره کوبيزم رامنځته کړ؛ د کوبيزم کلمه له مکعب نه اخستل شوې او د ده په انځورګرۍ کې هم داسې اثار شته، چې د مکعبونو د شکلونو په مرسته تابلوګانې جوړې شوي دي.
د پيکاسو پر ژوند او اثارو باندې د اروپا کړکيچن حالت په اسپانيا کې کورنۍ جګړې، د جرمنانو لخوا د فرانسې نيولو ډير اغيز کړی دی.
د پيکاسو د خلاقيت او استعداد د غوړيدنې مرحلې او پېرونه په دې ډول دي:
ابي پېر: په دغه پېر کې د پيکاسو زياتره انځورګري په سړو رنګونو ابي او شنو کې شوې ده، چې زياتره انځورونه يې د بېوزلو خلکو، نشه يانو او د ټيتې طبقې خلکو پورې اړوند کسانو په هکله دي . پخپله پيکاسو هم په دې وخت کې بېوزله و.
ګلابي پېر: په دغه مرحله کې د پيکاسو په انځورونو کې د خوشالۍ بخښونکو رنګونو څرک ښکاري، ګلابي او ژيړ تون او رنګونه يې په انځورونو ورګډيږي. په همدې وخت کې د ده په ژوند کې د ده مينه «فېرنانده اوليوې» هم راپيدا شي.
افريقايي پېر: پیکاسو په خپلو انځورونو کې ځانګړي څوک نه رسموي،  افريقايي موټيف او مضمون يې په تابلوګانو او انځورونو کې ښکاري.
کوبيزم: د ده په انځورونو کې توکي او څېرې داسې ترسيم شوي، لکه له مربعو نه چې جوړ شوي وي. هنرپوهانو کوبيزم ته قايل نشول او ځانګړی اهميت يې ورنکړ، خو په دې سبک د ده انځور شوي اثار ډير ښه پلورل کيدل.
نيو کلاسيزم: رنګونو تيزه بڼه غوره کوي، پنځول شوي توکي په ښه توګه پيژندل کيږي او کره ښکاري.
سوررياليزم: د پيکاسو د دې پېر په اثار کې، د کورني ژوند د تريخوالي او پرابلمونو نښې په واضحه توګه تر سترګو کيږي. د ده د انځورونو داسې يوه لړۍ رامنځته کيږي، چې په کې ښځه د بلاګانو او له جنس پلوه د معيوبه موجود په څېر ترسيم شوې ده.
 
پابلو پيکاسو: انځورګر، ميليونر او اوږد عمر
تر جګړې وروسته د پابلو پيکاسو ژوند کې فرانسوۍ «ژيلو» راپيدا کيږي او دوه ماشومان يې هم نړۍ ته راځي.
په ۸۰ کلنې کې بيا له «ژاکلين روک» سره واده کوي، کومې چې د ده تر مرګه يې په خدمت کې وه او د ده پالنه يې کوله، د پیکاسو تر مرګ وروسته، نوموړې هم رواني ستونزه سره مخ شوه او په ۱۹۸۶ ز کال کې يې په ګولۍ سره ځان وويشته او ځانوژنه يې وکړه.
پابلو پيکاسو د ۱۹۷۳ ز کال د اپريل په ۸ مه نېټه،د ۹۲ کلونو په عمر ومړ او  له ده نه تر ۸۰ زرو زيات اثار پاتې شول، چې دا پخپله د ده د زيارکښۍ او ابتکار نښه بللی شو.
د پيکاسو د انځورګرۍ ځينې بېلګې: