غزل

له هوشـــــه وځو په مســتي کې تر خماره لاړ شــو
راځه چــې بیا یوځــلې دواړه پــه دې لاره لاړ شــو
لــه دې نـــه پــس به له ګلونو سره شمــار نـه کــوو
راځــه اول چــې درنــګونــو تـــر مــزاره لاړ شــو
ځــو خـو به ځو،په تـګ مجبور یومګر ښه به داوي
چـــې څه مقــصدپــورې روان شو څه لپاره لاړ شو
نه ستــــا په قــدر څـوک پوهــیږي،نه زمـا په قـــدر
راځه ،راځه چې نور سپوږمیه له دې ښاره لاړ شـو
کـلــه (ســعـود) غــوندې په وېــره ،وېــره سـا اخـلو
کله منــصور غـوندې راپورته شـو تر داره لاړشــو