غزل

د خپلو دوو ستـــــرګو پشان به دې کړم
که ډیر مشکل یې خو اسان به دې کړم
زړه نه مـــــې ستــــــــــرګو پورې راوله
د راز خبره یــــې اعــــلان به دې کړم
که مې لحد شـــــــولې نو تل به مې یې
که مې محل شولې نو وران به دې کړم
زما په زړه کـــــــــــې یو جهان اباد دی
که هلته راغلـــې نو حیران به دې کړم
رانه د لـــــــمر دا ســـــــــــترګه مه پټوه
ورېځې ځه ګنــــــې باران به دې کړم