
د ادب د بڼ بلبل له کلي تللی
د خوږمنو زړو تسل له کلي تللی
عقيقي ور پسې سپينې له ژړا شوې
بلا شپې ددې بابک، غم کې سبا شوې
غزلستوری یو انسان را سره نشته
زه سکوایم چې ايمان را سره نشته
یو ویاړلی شخصيت را څخه ورک دی
محبته! محبت را څخه ورک دی
چغچغار دی، په هر ځای کې های او هوی دی
ستا فراق کې څه د سویو زړونو بوی دی
پسرلی بابک مې پروت دی په جنت کې
ربه! ديد یې را نصيب کړې په قیامت کې
د پسرلي بابا د نمانغونډې په ویاړ...