مولانا فضل الرحمن

 
امین پاچا
 
مولانا فضل الرحمن یو له هغه کسانو څخه دی چې تل یې په افغانستان کې د جهاد او جګړې فتواوې ورکړې دي او په دې هېواد کې یې جهاد روا کڼلی دی. خو داسې ویل کیږي چې نن سبا دی د افغان لوړپوړو چارواکو په ځانګړې توګه د ولسمشر غني په رسمي غوښتنه کابل ته را بلل شوی و، تر څو له افغان چارواکو سره د سولې په هکله خبرې اترې وکړي، خو زه تولو افغان لوړپوړو او د پنجاب لاسپوڅو ته حیران پاتې یم چې خدای مو غرق پرک کړه تاسو به څه وخت دوست او دښمن پېژنۍ، نن چې تاسو مولانا فضلو په مرسته سوله غواړی دا دیارلس کاله چې پخواني ولسمشر په وار وار دې کرغېړن هېواد ته د سولې په هکله سفرونه درلودل ولې دوی په صادقانه ډول له افغان چارواکو او افغان ولس سره مرسته ونه کړه؟.
په داسې حال کې چې افغان نوی ولسمشر پنجاب ته، نه و رسېدلی، ده د جهاد فتوا صادره کړه او وویل چې په افغانستان کې د افغانانو پر وړاندې جهاد روا دی. او زموږ یو شمېر چارواکو سربېره پر دې د ده پر لاسونو ورټیټ شول او د ده لاسونه یې ښکل کړل، زه خپلو حکومتي چارواکو ته دا وایم چې د خدای روی ومنئ، نور په افغانانو دا جګرې مه ټومبۍ، اوس مو هم د دوست او دښمن په نامه ټول تباه کړل.
اوس داسې خبر شوم چې مولانا فضل الرحمن تر ولس پټ کابل ته رسېدلی دی، دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر مدني ټولنو د ده تر راتګ مخکې احتجاجي غونډې وکړې او د ده راتګ یې په شعارونو ولمانځو، دوی په پاکستان او پنجاب د مرګ شعارونه ور کړل.
خو زه دا وایم چې تر څو به موږ دا شعارونه ورکوو، ولې عمل نه کوو؟ تر څو به موږ پاکستان ته دا وایو چې سوله راته راوړه، دا خو له ما څخه په خلاصو غوږونو واورۍ چې په خدای قسم که خو تاسو د پاکستان په مرسته د سولې او سوکالۍ خاوندان شئ، ځکه چې موږ د دې ډول غونډو شاهدان یو چې تر اوسه پورې هېڅ نه دي شوي، په خوله راته وایي چې ورور مې یې دوست مې یې پلان او بستان مې یې خو له څټه را پورې خاندي چې دا څومره سادګان خلک دي له موږ څخه سوله غواړي، پاکستانیان وایي چې اوس د داوود خان وخت نه دی چې څه به مو غوښتل منل کېدل به، اوس زموږ پاچاهي ده اوس مو غوږونه لمڅي او خولې پټې کړئ.
نور هم ډېر څه دي چې باید وویل شي خو ورک یې کړه، هر څومره چې چیغې ووهو بیا هم هېڅ دي.

په درناوي امین پاچا