افغانستان اوس په کوم لوري روان دی

د افغانستان اوسنی روان حالت راته په یو نامعلوم لوري ښکاري، چې پایلې یې راته ښه نه معلومېږي، ځکه چې د افغانستان د فیصلو واک د افغانانو په لاس کې نه بلکې د بهرنیانو په لاس کې دی.
په تېر وخت کې چې افغانستان اوسنۍ جغرافیایې نقشه نه لرله او نه دا قسم مشران چې د هغه وخت پاچایانوتر ډهلي پورې پاچاهي کوله، هغوی د وطن څخه ځان قرباناوه، خو اوسني مشران وطن له ځان څخه قربانوي، پر هغوی وطن فخر کوي، خو پر اوسنیو مشرانو وطن شرمېږي، هغوی هر څه د ملت سره شریکول، خو اوسني یې د بهرنیانو سره شريکوي، همدغه یو څو ټکي د دې لامل شوي دي، چې د افغنستان ټول واک د افغانانو له لاسونو څخه وتلی دی او د افغانستان واک د ځینو ګاونډیو هېوادونواو خارجیانو په لاس کې دی.
همدغه خپل واک بل ته سپارل د دې لامل شو، چې د زرګونو کلونو لرونکې مجسمې مو په څو دقیقو کې د ګاونډیو په ښودنه له مینځه لاړې، له دې وروسته دیارلس کلونه د یو داسې چتر لاندې ژوند وکړ، چې په یاده موده کې په دې ونه توانېد، چې میلیونونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي او نه هم په دې بریالی شو چې هېواد ته سوله او ارامي راولي، نه یې هېواد له  فلج (ګوزڼ) څخه خلاص کړ.
د دې سره په څنګ کې یې هېواد بل اوسني ولسمشر ته په داسې حالت کې پرېښود، چې د نړۍ لومړی درجه فساد لرونکی هېواد شمېرل کېده او د نشه یي توکو کښت په کې په زیاته اندازه په سترګو کېږي.
اوسني ولسمشر ته میلیونونو افغانانو  د لکونو ښځو په شمول چې مخکې له دې یې چا فکر هم نه کاوه رایه ورکړه، خو د څو میاشتو له تېرېدو وروسته داسې برېښي، چې هغه وعدې چې د کمپاینونو په وخت شوې وې پوره نه کړې، ځکه چې لومړی دې پر خپله په قانون سترګې پټې کړې او اجراییوي رییس چوکۍ چې د افغانستان په اساسي قانون کې نشته ومنله او له هغې وروسته یې د اجراییوي رییس مرستیالان ومنل، چې هوکړه یې یوازې د اجراییوي رییس په چوکۍ کړې وه .
له دې ورسته یې د وزیرانو د انتخابېدو واک ورکړ، چې همدغه لامل د دې شو چې اوس د واک دوه سرونه دي.
خو ملت د خپل ځان لپاره یو ولسمشر ټاکه، نه دا چې یو دې ولسمشر وي او بل دې اجراییوي رییس وي.
خو زه اوس له دواړو هیله کوم چې د کابینې لپاره ملت ته داسې څوک راولي چې ملت پرې فخر وکړي؛ نه دا چې له ملت څخه وینه وڅښي.
هیله کوم چې د افغانستان اوسنی روان نامعلوم حالت یو معلوم لوري ته روان شي.
اوس تاسو دواړو ته په کار دي، چې هغه وعدې چې ملت سره مو کړي دي پوره کړئ.
ملت اوس انتظار باسي چي ایا ولسمشر چې د ځان لپاره یې د نړۍ دوهم مفکر لقب د نړۍ څخه ګټلی شو، ایا اوس به وکړای شي، چې د هېواد اوسنی په ټپه درېدلی اقتصاد متحرک کړي، هغه هېواد چې په ټوله نړۍ کې درېم د خطر څخه ډک هېواد دی، له دې بې امنی څخه وباسي.
ولسمشره لکه څنګه چې ملت پر تا باور وکړاو رایه یې درکړه  ته هم اوس په ملت باور وکړه او هغوی ته په درنده سترګه وګوره، ځکه چې یو غریب بزګر، کونډه مور او پښتنه پېغله وه، چې ته یې د ارګ څښتن وګرځولې.
اوس خپله وظیفه صلاحیت نه بلکې مسوولیت وګڼه، ستا وظیفه چې د افغانستان د هرې برخې او هر فرد څخه دفاع ده، په پوره صادقانه ډول ترسره کړه، تر څو د خلکو په سرونو نه؛ بلکې په زړونو پاچاهي وکړې.
محمد مبین هڅاند