
که چیرې لېوالتیا لرئ،چې ژر مو وزن کم شي ، زموږ سپارښتنه داده،چې دا لاندې پنځه ډوله میوې په منظمه توګه وخورئ دا به درسره مرسته وکړي ،چې هغه پایله تر لاسه کړئ،چې ستاسې خوښه وي .
دا پنځه مېوې کولای شي،چې دهر ډول پرهیز پرمهال ستاسې دبدن غوړ له منځه یوسي او دتمر ین پرمهال درسره مرسته کوي،چې وزن مو کم شي .
امرود : دا مېوه کولای شي،چې تاسې ته ډېر ژر دمړښت احساس درکړي پردې سربېره په بدن کې دغوړ و دیو ځای کیدو مخه نیسي او دحجرو دانسولین هڅوي ،چې خپل تولید ډېر کړي .
ځمکنی توت :
د ورزش او تمرین پرمهال دځمکني توت خوړل کولای شي ،چې په لږ وخت کې د ایډیال وزن په ترلاسه کولو کې درسره مرسته وکړي ځکه دا مېوه داسې هرمونونه لري،چې دغوړ په سوزولو کې درسره مرسته کوي .
مڼه :
مڼه له معدن او مالګې برخمنه مېوه ده او داسې مواد لري ،چې معده مو ژر ډکیږي او ژر دلوږې احساس نه کوئ پردې سربېره دغوړو دله منځه وړلو وړتیا لري.
مالټه :
دا له مهمو مېوو څخه ده ،چې په لوړه کچه ویټامین C لري ، بدن له زکام څخه ژغوري ، دوزن کمولو لپاره تر ټولو وړ مېوه بلل شوې ده او ډاکتران یې هر وخت دخوړولو سپارښتنه هم کوي .
کیوي :
بدن له زهري موادو څخه پاکوي ، ډېر ویټامین C لري دبدن لپاره مهمه ده او دبادو په مخینوي کې مهم رول لوبوي .