
اسټرالیا
د یوه درد د لرې کولو لپاره سپرین یا ډسپرین او د زړه حملې پر خلاف د یوه غښتلي سرتیريکار تر سره کوی.
نن سبا دا وړه ګولۍ د ډیمنشیا یا د هیرولو د بیمارۍ خلاف هم ډیر مهم رول لري.
ډیمنشیا داسې یوه بیماری ده، چې مبتلا کس خپل یادښت او د سوچ کولو صلاحیت له لاسه ورکوي په لوی عمر کې ډیر کسان له دې ستونزې سره مخ کیږي.
یوه آسټرالیایي پوهنتون د ډیمنشیا په هکله په څیړنو کې په ۱۹ زره کسانو د سپرین ازمويلپیل کړل او په دغو کسانو یی څیړنېوکړې او په پایله کې یې په سپرین کې دا خصوصیتونه وموندل.
سپرين نه يوازې د وینې ټینګوالی له مینځه وړي او وینه نرۍ کوی بلکې د زړه د حملو ګواښ هم کموي او همدارازد هیرجنواليپر بیمارۍ هم ډیر ژور اغيز لري.
له دې څېرنو مخکې، د لندن د کوین میري پوهنتون په یوه څیړنه کې دا ادعا کړی وه، چې د سپرین کارول د سرطان څخه ناروغۍ نه بچ ساتلو کې مرسته کولی شي. په یوه څیړنه کې دا هم ویل شوی وو، چې د اوږد مهال لپاره دمختلفو سرطانونو خپریدو او د مړينې ګواښ يې کموي.