سن ګوانګسین؛  د موچي زوی چې میلیاردر شو

 
چینایی سن ګوانګسین یو له هغو میلیادرانو دی چې د ژوند کیسه یې ډېره هېښوونکې ده. نوموړی په ۱۹۶۲ زېږدیز کال کې د چین د سویل لوېدیځ ولایت شینجیانګ په مرکز یورومقي کې زېږېدلی دی. د ده کورنۍ د ختیځ چین له شاندونګ ولایت څخه دې سیمې ته کډوال شوې وه.
د سن پلار موچي و او د خلکو بوټ به یې ګنډل. دی د خپل پلار د پینځو اولادونو تر ټولو کشر و. د ۱۸ کلونو و چې له پوځ سره یو ځای شو. په پوځ کې دندې نوموړي ته د زده کړو زمینه برابره کړه. ده د انهایو په پوځي اکاډمۍ کې زده کړې وکړې. نوموړي له پوځ سره ۹ کاله کار وکړ او د چین او ویتنام ترمنځ د پولې پر سر په رامنځته شوې جګړه کې یې هم ګډون وکړ. د ۲۷ کلونو و چې په پوځ کې له خپل قوماندان سره د اختلاف له کبله یې استفعی وکړه. تر استعفی وروسته یې یوې کمپنۍ سره د پلورونکي په توګه کار پیل کړ. تر څه مودې کار وروسته یې په ۱۹۸۹ کال کې په پوځ کې د خپلو یو شمېر ملګرو په ملتیا د « ګوانګهوی لمېټېد» په نوم کمپنۍ رامنځته کړله. له دې سره په یو وخت یې په خپله سیمه کې له ماتې سره مخ یوه شرابخانه وپېرله او پر ځای یې د سمندري خوړو یو هوټل جوړ کړ. دا په شینجیانګ کې چې له سمندر څخه لرې پرته سیمه ده، د سمندري خوړو لومړنی هوټل و. نوموړي د دغه هوټل د بریالیتوب لپاره ډېره خواري وکړه تر دې چې له ۲ زره مایله لرې ځای څخه به یې خواړه ورته راوړل. سره له دې چې هغه وخت په دې سیمه کې په هوټل کې خواړه ډېر دود نه وو، خو د سن ښو خدماتو مشتریان د ده پر هوټل رامات کړل.
په دې برخه کې تر بریالیتوب وروسته یې خپل فعالیتونه د نفتي توکو د استخراج او سوداګرۍ برخې ته وغځول. تر هغه وروسته د املاکو برخې ته متوجه شو، تر کره څېړنې او ارزونې وروسته یې خپل فعالیتونه دې برخې ته هم وغځول. د وخت په تېرېدو سره چارې نورې هم پراخې شوې او د موټرو د پلور برخې ته یې فعالیتونه وغځول. د چینا ګرنډ اوټو په نوم کمپنۍ یې اوسمهال په چین کې د موټرو د «ډیل» تر ټولو ستره کمپنۍ ده.
فوربس مجله د سن ګوانګسین اوسنۍ پانګه دری اعشاریه اووه میلیارده ډالره بولي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۳۹ ام او په خپل هېواد چین کې ۲۷ ام ځای لري. نوموړي واده کړی، دوه اولاده لري او د شینجیانګ په مرکز یورومقي سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.