
دا څو لسېزې جګړه روانه وه، هېڅوک یې په سور او بور نه پوهيدل. چې ولې او دې څه لپاره یوازې ددې جګړې ډېری قربانیان پښتانه دي؟؟
ددې پوښتنې ځواب باید په ډېرو لنډو ټکو کې وويل شي. هغه دا چې پښتانه غلامي قبلېدونکي نه دي. نه د چا تر ولکې لاندې ژوند کوي، او نه هم چاته سر ټيټوي، چې دا یې یو اصل دی او ټوله نړۍ په دې سره خبره ده چې پښتون رښتیا هم غيرتي او نه ماتېدونکی انسان دی.
دا چې دا څو لسېزې دلته پنجاپ جنګېږي او په یوه او بله بهانه سره پښتانه
وژني. د واده ناوې یې ور شهيدانې کړې، ولسي سپين ږيري یې شهيدان کړل. نه دا چې د ټوپک په شپېلۍ باندې بلکې د قلم نوکه یې را ترې اخيستې وه، په پښتنو سيمو کې د پنجاپ لویه توطیه دا وه چې بچیان یې له تعليم نه محرم وساتي.
دا خبره ټولو ته تر لمر ښکاره ده، چې پنجاپ غواړي پښتون له بېخه ورک کړي.
دا چې پنجاپ څنګه غواړي چې پښتون ورک کړي، لامل یې دا دی:
پنجاپ خو ټول پېژنئ چې د اسلام تر نامه لاندې څه څه نه کوي، دا چې پنجاپ د اسلام ستر دښمن دی، نو پښتانه په اسلام کلک ولاړ خلک دي. نو په اصل کې د پنجاپ دښمني له اسلام سره ده. ځکه پښتون یو اسلامي او ددين بنسټيز قوم دی. هر څه به په پښتون و منئ، خو د اسلام بد به پرې ونه منئ.
لنډه دا چې پنجاپ په دې لنډو کلونو کې چې زما په یاد کې څومره پښتانه په یوه او بل نوم سره ووژل. څومره پښتنې خويندې یې سر تورې کړې، څومره ماشومان یې د ښوونې او روزنې له کور یانې ښوونځۍ څخه لرې وساتل.
پنجاپ د پښتنو په کورونو ته اور ورته کړ، قران یې په مسجد کې و سوځاوه، دين یې مسخره کړ، انتحار ته یې په خپلې نا پاکې خولې باندې روا وویله او د پښتنو په مرګ یې رنګا رنګ فتواوې له خپلې ناوې خولې را و ايستلې.
پښتانه رښتیا هم چې ځينې مهال هېڅ د ځان په ګټه نه پوهېږي که سر ورته سرتور هم کړئ، بیا هم هغه څه یې چې په زړه کې وي، تر هغې خبره به یې ونه ړوې. ډېری پښتانه خپله خپل ورور ووژل، خپله خور یې په خپله سرتوره کړه، خپلې ميندې ی ېد پردیو در ته کېنولې، خپلې وينې یې داسې و بهولې چې هېڅ رح یې پرې ونه کړ.
داسې ډېرې نورې پېښې دي. چې پښتنو خپله په یو بل و کړې. خو، ددې ټولو پېښو لامل څه وو. د چا په لمسون او د چا په اراده کېدلې مهمه ده ده:
اصل خبرې ته به راشو چې د پښتنو قاتل څوک دی:
دا مې په خپلو غږونو اورېدلی حال دی، کله چې زه په خپل ولایت کې اوسېدلم، وردګو ولایت کې، بیا به مو ټوله ورځ دا کوښښ کولو چې ملګرو سره کينو او د ښوونې او روزنې په اړه یو عامه ذهنیت خلک ته ور کړو. په دې منځ کې به ځينې هغه یاران هم وو را سره چې د دولت په اړه به یې بدې څرګندونې کولې.
یوه ورځ همداسې سره ناست د پسرلي لومړۍ شپې ورځې وې. ګورم چې د دولت له مخالفينو څخه یو یار راغئ. او همداسې خبرې اترې روانې شوې. موږ د دولت ننګه کوله او دوی را سره نه منله هر چا خپل خپل دليلونه ولاړندې کول. خو، بلاخره ددوی نه را خرابه شوه او خپله یې داسې خبرې راته و کړې چې ځينې خپل منځي رازونه یې را افشا کړل.
هغه رازونه داسې څه وو:
دوی ويل، کله چې موږ کويتې یا پېښور خواته ځو، نو په لاره کې چې د پنجاپي مليشو سره مخ شو. بیا موږ ځوروي چې تاسې چېرې ځئ، څه کوئ، او ولې له خپل هيواد نه دلته راځئ؟؟
نو دوی وويل چې موږ ددې خبرو په ځواب کې ورته وایو، چې پنجاپی ماما موږ دلته د ژمي رخصتۍ تېرو، او بیا چې پسرلی شي ځو خپل وطن ته. هلته جهات یانې وژنه کوو. او بل وې موږ ورته وایو چې دا وار چې دا نړيواله ټولنه هو هغه پښتانه چې د دولت په ملاتړ ولاړ دي. چې هغه ټول ووژنو بیا نو راځو ستاسې په څنګ کې ودرېږو تر څو د هند په لور د جنګ قدم واخلو.
په اخر کې یې ویه خبره و کړه وويل: چې ددوی ډېره توجه ديته وه چې باید دولت او په ځانګړي ډول سره په پښتنو سيمو کې تعليم مه پرېږدئ، ځکه وې که ستاسې ځوانان تعليم و کړي نو جنګ به څوک کوي، سنتاسې ملاتړي به کم شي. ټول خلک به خپل کار پيل کړي همدا تاسې څو محدود و ګړي به پاتې شئ.
نو ما ددې خبرو نه داسې څه واخيستل چې د پښتنو د سر قاتل اصل کې پنجاپ او د هغه غلامګی دی، ځکه یوه ټولنه چې ختموي نو د هغه لپاره باید د ښوونې او روزنې ډېوه مړه کړې، تر څو په فقر کې همداسې تری تم شي.
د پنجاپ د ورکې او د ګران هيواد افغانستان د سرلوړۍ په هيله!!!
ذبيح الله ايمان