سټیفن اوډوار- هازي؛  فرصت پېژندونکی میلیاردر

 
 
د فرصت تشخیص او له هغې سمه ګټه پورته کول د بریالیتوب پر لور لومړی او مهم ګام دی.
په هره ټولنه کې د پرمختګ لپاره ګڼ فرصتونه وي، خو هر څوک دغه فرصتونه نه شي تشخیصولی او ځینې یې چې تشخیصولی شي سمه ګټه نه شي ترې پورته کولی- بریالیتوب د هغو په برخه وي چې د فرصتونو تر تشخیص وروسته له هغوی سمه ګټه پورته کړي. سټیفن اوډوار- هازي له یوه مهم فرصته د سمې ګټې اخیستو په پایله کې میلیاردر شوی دی.
نوموړی په ۱۹۴۶ زېږدیز کال زېږېدلی دی. د ده کورنۍ پر هنګري د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال امریکا ته ګډه شوې ده. سټیفن د ښوونځي تر لوستو وروسته په کلفورنیا پوهنتون کې زده کړې وکړې او پیلوټ شو. د  کار پر مهال یې د خپل کاروبار د پیل لپاره یو مهم فرصت تشخیص کړ او هغه په کرایه د الوتکو ورکول و.
له همدې فرصته په ګټې اخیستو یې د دوو نورو کسانو په مرسته د « International Lease Finance Corporation» کمپنۍ رامنځته کړه چې الوتکې به یې هوايي شرکتونه په کرایه ورکولې.
دې کمپنۍ د لومړي ځل لپاره د ډوګلاس دي سي- ۸ یوه کارېدلې الوتکه « AeroMéxico » هوايي شرکت ته په کرایه ورکړه.
د کاروبار د پراختیاا لپاره یې هڅې پیل کړې او اېل. اېل. اېف. سي یې د الوتکو د اجارې ورکولو پر یوه لوی شرکت بدل کړ. وروسته یې دغه شرکت په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې پر اې ای جي شرکت باندې په ۱،۳ میلیارده ډالره وپلوره. سره له دې چې کمپنۍ یې پلورلې وه، خو تر ۲۰۱۰ کال پورې یې ورسره کار کاوه تر دې چې تقاعد شو.
ده په ۲۰۱۰ کال کې یو ځل بیا د کرایي الوتکو په برخه کې پانګونه وکړه او د « Air Lease Corporation» په کمپنۍ یې جوړه کړه. د ۲۰۱۰ کال تر وروستیو پورې دې کمپنۍ ۴۰ الوتکې درلودې خو د هر کال په تېرېدو سره یې د الوتکو شمېر زیاتېږي.
سټیفن اوډوار د تېر کال په اوړي کې لندن ته څېرمه د الوتکو په یوه نندارتون کې د ایربس او بویینګ د نویو الوتکو د اخیستلو لپاره وړاندیزونه وکړل. فوربس مجله وايي هازي به ایر لیز کارپورشن ته د ایربس ۶۰ الوتکې په ۷،۲۳ میلیارده ډالره او د بویېنګ ۲۶ چورلکې په ۳،۹ میلیارده ډالره وپېري. نوموړي دغه راز وړم کال هم د ۳۰ الوتکو د اخیستو وړاندیز کړی و.
د فوربس مجلې شمېرې ښيي چې نوموړی اوسمهال دری اعشاریه اووه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیادرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۳۹ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۴۳ ځای لري. ده واده کړی. څلور اولادونه لري او د کلفورنیا ایالت په بیرولي هېلز کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.