په پروژه کې پر څه تمرکز وکړئ؟!

 
ډېر خلک په ژوند کې ځانګړې پروژې پرمخ وړي او د بري په لټه کې یې وي.
دا ښه ایډیا ده، چې سړی پخپله د پروژې طراح او عملي کوونکی وي. خو ایا حتمي ده، چې خپل ټول فعالیت پر یوې پروژې متمرکز کړي؟
د ژوند له نورو اړخونو بې پروا شي او ټول تمرکز یې پر یوې ځانګړې مسالې وي؟
تل پخپله لاس په کار وي او د سیسټم او ادارې د رغونې فکر ورسره نه وي؟
اصلي مساله داده، چې پر پروژې تمرکز مهم دی، خو ډېر باید پکې غرق نه شئ. یونیم ځل دا اړتیا پېښيږي، چې پروژه پریږدئ، پروژه هم دې ته اړتیا لري، چې پخپله پرمخ لاړه شي. په دې ځان ډاډه کړئ، چې یو داسې سیسټم، افراد او پانګونه مو ځای پرځای کړي، چې ستاسې له حضور پرته هم پرمخ ځي. که داسې نه وي پروژه مو لږ وخت وروسته، بېرته سره پاشل کیږي.
ډېر کسان پر ډله ییز کار ټینګار کوي. وايي، له یوې ګوتې پنځه ګوتې ښه کار کوي او تر څپیړې سوک ښه وار کوي. خو داسې وخت هم راځي، چې تر ډله ییز کار فردي هغه بریالی وي. په یو شمېر پروژو کې، چې اقتصادي اړخ یې پیاوړی او مارکیټ یې ښه وي، ډېر کسان د مشارکت لیوالتیا لري. په ځینو کې یې شریکول ممکن دي، خو په ځینو کسبونو کې یې شریکول ناشوني دي. د مثال په ډول په یوه بې وزله ټولنه کې، چې سیلانیان یې لیدو ته ډېر راځي، د یوې کافي خونې پرانېستل ګټور وي، خو د کافي  خونې په سر کې ۳ یا پنځه مالکان نه شئ راوستلای. له ډله ییز کار نه په وړ ځای کې کار واخلئ.
د خلکو لیوالتیا ته متوجه اوسئ. که پوه شوئ کارکوونکي او خلک له پروژې سره چندان زړه راښکون نه ښيي، یا په لیوالتیا او مینه کار نه کوي، دا په دې معنا ده، چې هغوی یې له بریالیتوب سره چندان راښکون نه لري. کله، چې په کارکوونکو او د پروژې په عملي کوونکو کې د پروژې د بري په تړاو راښکون نه وي، پروژه پرمخ نه ځي. ( ژباړه)
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.