دوستم دګلم جم ملیشودبیارا ژوندي کولوپه لټه کې دی؟  

 
ګلم جم دافغانستان دغمیزې یوخونړی سرلیک دی چې  له کابل، کندز ، کندهار ، ننګرهار اوزابل څخه نیولي بیا ددې هیواد لویشت لویشت یی دوحشي کړنوشاهده ده، نیکټایی داره دوستم که هرڅومره القاب وکاروي بیایې هم په کوپړۍ کې پخواني ماغزه پراته دي، که ډاکټرغني اوشریکان یی غواړي چې پدې ګلم جم ملیشو دطالب ورکولوموخه ترسره کړي نوداخوبونه دې اوبوته ووايي، ځکه همداخوبونه له دوی مخکې ډاکټرنجیب هم لیدلي ووخوددې پرځاي چې دخپلې واکمنۍ مزي پرې راټینګ کړي، دی یی دارته ورساوه.
پدې ورځوکې ددوستم لخوا دطالب ورکولوخبرې کیږي اوداسې آوازې دي چې ددوستم په مشرۍ به شل زره کسیزمسلح ځواک جوړ اوداځواک به بیا په هرځای کې چې دلوړتهدید سره مخ وي ځي اوهلته به طالبان سرکوبوي، اوس ددې شل زره کسیزځانګړي ځواک دجوړیدوداړتیا، دجوړښت ډول اوترکوم سرلیک لاندې يې راوستل دپوښتنوغټې نښې جوړوي ، که ځیرشواوس هم زموږ نیږدې درې نیم سوه زره ځواک دوسله والومخالیفینوپه وړاندې په جګړه بوخت دي اوهره ورځ ګڼې قربانۍ ورکوي خولاهم مخالف وسله وال ندي مهارشوي نوبیا به څنګه داشل زره کسیزه ډله وکولی شي وسله وال طالبان ییل کړي پداسې حال کې چې همداجنرال دوستم له خپل ټول ځواک سره چې هغه مهال په ټانکونو ، توپونو ، جیټ الوتکو لونا اوسکارډ میزایلو سنبال وو دطالب بهیرپه وړاندې تم نشواوایله یی پښې ازبکستان اوبیا ترکیی ته سپکې کړي نواوس بیا څنګه زمری شوچې داغورې یی شروع کړیدي ؟؟ هماغه خبره ده چې پیشودخدای لپاره موږک نه نیسي ، زما په اند دوستم لدې غوروڅخه درې عمده موخې لرې!
لومړۍ داچې غواړي خپل پخواني قومي ملیشوي جنګیالي یوه قانوني بهیرته را ننباسي یعني خپله شخصي قول اردوولري چې له یوې خواخپلې ټولې کړي وسلې وساتي اوله بل لوري یی په دولت یوډول دفشاردآلې پتوګه وکاروي یا په بله بڼه بیرته ورکې شوي ګلم جم ملیشې راژوندۍ کړي ، دوهم داچې یوډول مانور سرته ورسوي ، اوداوسني واکمن سیستم داول اودویم لاس مشرانوته وښیی چې اوس هم ددې وړتیا لري چې دولتونه جوړاوویی پر ځوي نوځکه باید ده ته ډیرامتیازات ورکړل شي اودو اک پدې ویش کې باید څوک چنې ورسره ونه وهي ، دریمه موخه یی دنړیوالې ټولنې دپام راړول دي ترڅونړیوالوځواکونوته وښیی چې هغه دوسله والومخا لفینو دور کولوځانګړی مهارت لري اوپه ده حساب کیدای شي ، نوکه کومه معامله کیږي نودی دې دنظارشورای سره په برابره تله وتلي ، اوهما غومره ونډه دې ورکړل شي .
په هرصورت که جنرال دوستم غواړي خپله وړتیا وښيي نوچایې مخه نده نیولې کولای شي په مستقیمه توګه لومړۍ کرښي ته ولاړ شي اویا امنیتي چاورواکوته مشوره ورکړي ، اوکه بیا غواړي چې هرومروداشل زره کسیزځواک جوړکړي نوښه به داوي چې اردو اوپولیس دې خپل کارته پریږدي اوداشل زره کسیزځانګړی ځواک دې ددې موخولپاره وکاروي!
۱: په هیوادکې دشته نا مسؤله ټوپکمارو دورکولولپاره دې ترې کارواخیستل شي لومړی دې له شمال اوشمال ختیزوسیموکارپیل کړي اوبیا دې په تدریجي توګه کابل اودکابل شاوخوا ولایتونه اوبیا دې پدې توګه ټول هیواد ددوي له شره خلاص کړي .
۲ : دولتي ځمکې دې د غاصبینوله منګولوخلاصې کړي اوغاصبین دې عدلي اورګانونوته وسپاري.
۳ : شته دعامه نظم اوامن تش پنامه قطعات دې دعمومي پولیسو په قطعاتوکې جذب شي اولدې ځواکونودي دعامه نظم دساتلوځانګړي قطعات جوړاودامنیت شورای دریس ترمستقیمې قوماندې لاندې دي دځانګړواومهمومرموزوعملیاتوپه موخه وکارول شي.
۴ : نظامي دوکتورین دې بیرته جوړ ، اوددې ځواکونویوه ټاکلي برخه دې د لوي درستیز ، دملي امنیت دعمومي ریس اودنظامي دوکتورینودکمیټې په مشوره اودجمهورریس په مشرۍ په ځا نګړوعملیاتوکې وکارول شي .