
بلاخره دا خبره په ډاګه شوه او پاکستان ومنله چې دوی دا دېرش کاله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوله، دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ لیدنې کتنې زیاتې شوې دي. اوس د هر افغان په خوله دا وییه ( کلمه) اورم چې سوله راځي! د خلکو په منځ کې هیلې ډېرې شوې دي داسې هم ویل کیږي چې په راتلوونکې کابینه کې وسلوالو مخالفینو ته هم ونډه ورکول کیږي او خلک هم د کابینې د ځنډ یو ستر لامل همدا بولي. کله چې په پاکستان کې په یوه نظامي ښوونځي برید وشو نو پاکستان د سولې په را وستو کې له افغان چارواکو سره بشپړه لېوالتیا وښوده، له بلې خوا هندي چارواکو په رسمي توګه له افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني څخه دوه ځله غوښتنه وکړه تر څو نوموړي هېواد ته سفر وکړي خو افغان صدر دا خبره تر اوسه نه ده منلې سیاسي شنوونکي وایي چې هندوستان ته د افغان صدر د سفر نه کولو یو اساسي لامل دا دی چې پاکستان نه غواړي، افغانستان له هندوستان سره ښې اړیکې ولري نو کېدای شي چې پاکستان د سولې په را وستو کې یو دا شرط افغان چارواکو ته وړاندې کړی وي چې وروسته له دې به دوی له هندوستان سره خپلې اړیکې پرې کوې او ویل کیږي چې پاکستان د هر ډول مرستې ژمنه له افغان چارواکو سره کړې ده. له بلې خوا دا هم ویل کیږي چې پاکستان ټولې هغه مدرسې چې ځان وژوونکي پکې روزل کېدل بندې کړې دي او یوه پاکستاني چارواکي د نوم په نه ویلو دا خبره هم کړې ده چې له تېرو دوه اونیو را په دې خو په افغانستان کې ځان وژوونکي بریدونه کم شوي دي، ده وویل چې اصلي لامل یې همدا دی چې اوس پاکستان په عادلانه ډول له افغان چارواکو سره د سولې په را وستو کې مرسته کوي.
اوس د ټولو افغانانو په ژبه همدا کلمه اورم چې انشاالله سوله راتلوونکې ده. خو ماته هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي خبره را یاده شي هغه به ویل چې د سولې پړی د پاکستان او امریکې په لاس کې دی هر وخت چې دوی دواړه وغواړي سوله راځي او دا خبره یې په وار وار کړې چې ترورېزم په افغانستان کې نه بلکه له افغانستانه بهر دی، که پاکستان وغواړي چې پوک نو پوک به وي او که پاکستان وغواړي چې چک نو چک به وي ده به تل دا خبره کوله چې امریکا په پاکستان کې وسلوالو ته پیسې ورکوي روزي یې او د خپلې موخې له پاره ترې کار اخلي، کنه په افغانستان چې دې جګړې دومره دوام نه کولو.
په هر صورت اوس دې الله وکړي چې په هېواد کې امن امان راشي تر څو دا هېواد له دې ناخوالو بهر شي.
د یوه سولییز افغانستان په هیله!!
په درناوي
امین پاچا