
وايي تجربه د علم مور ده. هغه کسان چې له خپلو تجربو زده کړه کوي او په راتلونکي ژوند کې ترې ګټه اخلي تر نورو ډېر بریالي دي. امریکايي ډانیل اوچ یو له داسې کسانو دی. ده لومړی له نورو سره کار کاوه، خو د بشپړې تجربې له ترلاسه کولو وروسته یې خپل کاروبار پیل کړ چې نن یې له برکته میلیاردر دی. نوموړی په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې د متحده ایالاتو په نیوجرسي ایالت کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په همدې ایالت کې په هغه ښوونځي کې کړې چې د ده والدینو رامنځته کړی و او وروسته یې د مور په نوم شو. لوړې زده کړې یې د پنسلوانیا پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې کړې دي. اوچ د لومري ځل لپاره په ۱۹۸۱ زېږدیز کال له ګولډمن ساچس کمپنۍ سره کار پیل کړ. له دې کبله چې ده اقتصاد لوستی و او د زده کړو تمرکز یې پر مالي برخه و، له کولډمن ساچ سره یې هم په مالي برخه کې کار پیل کړ. وروسته د پراپېټرې ټرډ د څانګې مشر شو.
نوموړي له دې کمپنۍ سره ۱۱ کاله کار وکړ او بلاخره یې خپل شخصي کاروبار ته ملا وتړله. په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې یې د زیف وروڼو په مرسته چې هغوی هم میلیاردران دي او تاسې یې ژوندلیک تر دې وړاندې په همیانۍ ورځپاڼه کې لوستی د پانګې د مدیرت او پانګونې یوه کمپنۍ رامنځته کړله. د اوچ زیف کپیټل منېجمېنټ په نوم دې کمپنۍ له ۱۰۰ میلیونه ډالرو پانګې کار پیل کړ.
اوچ د هغې تجربې پر بنسټ چې د مالیاتو په برخه کې یې لرله د پانګې د مدیریت دې کمپنۍ ته پراختیا ورکړه او پر یوه ګروپ یې بدله کړه.
دا ګروپ اوس په نړیواله کچه د پانګې د مدیرت په سترو کمپنیو کې راځي. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې اوچ زیف کپیټل منېجمېنټ ګروپ اوسمهال ۴۶ میلیارده ډالره پانګه مدیریت کوي. په ویکي پیډیا کې د ده په اړه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې ډانیل په نړیواله کچه د پانګې د ۲۵ هغو مدیرانو په ډله کې راځي چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې یې ډېره ګټه کړې ده. ویل کېږي ده تېر کال ۴۰۰ میلیونه ډالره ګټلي چې په دې توګه د دغه ۲۵ کسیز نوملړ ۱۷ ام کس دی.
د نوموړي پانګه اوسمهال فوربس مجلې دری اعشاریه اووه میلیارده ډالره ګڼلې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۳۸ ام او په متحده ایالاتو کې ۱۲۸ ام ځای لري. نوموړي واده کړی، دری اولادونه لري او د نیویارک په سکارسډل سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.