نعت

 
د حضرت محمد(ص) د ميلاد مبارک په ویاړ باندې!
 
راوړي موږ ته یو خوږ یاد نبي، سرداره
د مکې له لوري باد، نبي سرداره
 
په جمله وو انبیاوو کې سرداره
"مبارک دې وي "ميلاد"، نبي سرداره
 
ستا د پاک نوم توري راغلل زما لب ته
ځکه مسک یم، ځکه شاد، نبي سرداره
 
رب، عزت در کړ په ټولو رسولانو
لوړ مقام شوې په جهاد، نبي سرداره
 
سرکشي چې کوي ستا له ګل سنتو
هغه قوم دی برباد، نبي سرداره
 
د جرس او د چڼچڼو غږ چې اورم
کړي ستا ذکر، ستا فریاد، نبي سرداره
 
ستا ستاینه ما په پاکه روژه و کړه
پوره کېږي مې مراد، نبي سرداره
 
(ایمان) ستا د امت داسې لاروی دی
چې هېڅ نه لري عناد، نبي سرداره
 
ايمان