
دا چې د جدی یا مرغومې په دیارلسم او د ربېع اول په دولسم باندې د جناب نبي کريم ص د زوکړې ورځ ده. په دې ورځ د نړۍ مسلمانو ته بیا په ځانګړي ډول زموږ او ستاسې د افغاني او اسلامي ټولنې و ګړو ته څه په کار دي؟
هيره دې نه وي، چې دا ورځ په اسلامي تاريخ کې یوه رڼه ورځ او شپه دي، په دې ورځ نړۍ له تورتم څخه خلاصه شوه، په دې ورځ نړۍ کې زرين تاريخ پيل شو، دغه ورځ یوه داسې ورځ ده چې له دې وروسته بیا په نړۍ کې نه داسې سړی راځي نه داسې ورځ پيدا کېږي.
دې ورځ کې ټول کاينات په سجده ول، ټولو کاڼو د لوی خدای عبادت کولو هر څه په دې ورځ نوي شول.
لکه څرنګه چې دا ورځ په اسلامي تاريخ کې یوه پاکه او سپېڅلې ورځ ده، هيله ده چې ټول مسلمانان دا ورځ په ډېره ښه د اسلامي او نبوي ص په افکار ټولو و ګړو ته بیان کړي. هر مسلمان مکلف دی، چې ددې ورځې یو ځانګړی احترام و کړي، څوک اراز نه کړي، ټوله ورځ د نبي ص ستاینې و کړي، د هغه په اړه د ټولنې و ګړي پوره پوره خبر کړي.
په دې ورځ لکه څرنګه چې یو روڼ اندی او سپېڅلی انسان، او د ټولو رسولانو سردار نړۍ ته راغلی دی، نو ښه خبره ده چې لاندې کړنې په دې ورځ و کړل شي:
لومړی: د ميلاد نبي کريم ص د ستاینې و شي، د هغه مبارک په ښو لارو باندې تاکيد وشي، مسلمانانو ته د هغه د اخلاقو، کړنو، روش او د هغه په مبارکو احاديثو باندې خبرې وشي.
دوييم: دا ورځ چې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته یوه نه هېرېدونکې ورځ ده، باید ټول مسلمان د نبي کريم ص په اړه ښې ښې لېکنې و کړي، نعتیه کلامونه وليکل شي، او په هره برخه کې باید علماو د نبي کريم ص احاديث خلکو ته بیان کړي.
دريم: که په دې ورځ کې روژه ونيول شي، لا ښه دی، ځکه مسلمانان چې څومره هم د لوی خدای ج او د هغه د مبارک پېغمبر په عبادت کې زیار باسي، همغومره ور نږدې کېږي،؛ او د شفاعت وړ ګرځي.
څلورم: موږ او تاسې شکر دی ټول مسلمانان یو، او د نبي کريم ص له هرې کړنې او هر کردار نه په پوره توګه سره خبر یو، نو په کار ده چې دا ټولې کړنې یې د نړۍ نورو و ګړو چې نا مسلمان دي، هغه هم باید ددې له افکارو نه خبر شي، ځکه چې ددين رسالت د نړۍ هر ګوټ ته د هر مسلمان دينې او اسلامي وجيبه ده.
په اخر کې هم باید یو ځل بیا تاکيد و کړم، تر څو په دې مبارکه ورځ کې د ددين په هر اړخيزه برخه کې یانې، په ديني برخه کې، په مالي برخه کې، په اقتصادي برخه کې، په ټولنېزه برخه کې، په تجارتي برخه کې او بلاخره د جناب نبي کريم ص د احادیثو په رڼا کې د هغه د ژوند ټولې کړنې نا لوستو او بې تعليمه و ګړو ته په مسجدنو، پوهنتونو، کورسونو او په هره دينې مدرسه کې عامه پېژندګلوي و شي.
مننه.
ايمان