
د مورکۍ د یاد کيسې مخې ته راغلې
اندېښنو کې، اندېښنې مخې ته راغلې
یو ځل لاړم د شهيدې مور زیارت ته
چې راتلمه، هدېرې مخې ته راغلې
ما د رب ذکر کولو چې یو دم یې
له اسمانه پريښتې مخې ته راغلې
مورې، ما نن شپه په تا پسې دعا کړه
چې ډېوې دې د کوټې مخې ته راغلې
زه په خوب کې شهيد شوی وم چې ګورم
د کوثر حوض شيدې مخې ته راغلې
"ايمانو" نن له مسجد نه را وتلم
چې په لار کې ميخانې مخې ته راغلې
"ايمان"