ناټو او د دوی دیارلس کلن ماموریت:

 
دیارلس کاله وړاندې کله چې امریکا په افغانستان باندې برید وکړ او د ناټو تر مشری لاندې یې رسمي ماموریت پیل کړ، هغه ماموریت نن پای ته ورسېد، او ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
د ناټو دې دیارلس کلن ماموریت په افغانستان کې بلابېل اړخړنه درلودل، ناټو خپلې ګټې په پام کې نیولې وې او هغه کار چې دوی باید په خپل دیارلس کلن ماموریت کې کړی وای، ونه کړ. غربي هېوادو کومې ژمنې چې له افغانستان سره کړې وې هغه یې هم تر سره نه کړې، له دریو کلو را پدې خوا د امنیتي چارو لېږد له ناټو څخه افغان ځواکونو ته سپارل کېده چې نن دا چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، خو دوی هغه وعدې چې له افغانستان او افغان ځواکونو سره کړې وې ونه شوای کړای هغه وعدې بشپړې کړي، دوی ویلي وو چې موږ به د خپل ماموریت تر پایه ټول افغان ځواکونه تجهیز کړو او حتا خپل تجهیزات به د دوی په واک کې ورکړو، خو دوی دا هېڅ ونه کړل او افغان ځواکونو ته یې هغه وسایل ورکړل کوم چې د دوی په درد نه لګېدل، اوس دوی وایي چې موږ به وروسته له دې افغان ځواکونه روزو او دوی ته به سلا مشورې ورکوو، خو تر کومه چې زه پوهېږم د دوی د مشورو او روزلو ماموریت به تر مخکني ماموریت لا هم بدتره وي، ځکه دوی په خپل تېر دیارلس کلن ماموریت کې یووازې هغه مخالفین په نښه کول چې د دوی له پاره لوی، لوی خنډونه وو، نور دوی په افغانستان کې ولاکه داسې کار کړی وي چې زموږ دې زړه ښه شي له یوې خوا به دوی ویل چې موږ مخالفین وژنو له بلې خوا به یې هغه تقویه کول او هر ډول مرستې به یې کولې ځکه دوی نه غوښتل په افغانستان کې سوله او امن راشي، دوی دا فکر کاوه چې که دا هېواد امن شي نو همدا نن ماته د رخصتۍ امر وکړي.
په هر صورت سره له دې کړنو دوی بیا هم وتوانېدل تر څو افغانان او زموږ رهبران دې ته وهڅوي چې له دوی سره یو نوی ماموریت پیل کړي چې بېلګه یې دوه اړخيز امنیتي تړون و، دوی د خپل ماموریت په پای کې طالبان هڅول تر څو خپل بریدونه زیات کړي او د افغانانو په منځ کې یو ډار خور کړي، کله چې دوی د مخالفینو په مرسته دا بریدونه زیات کړل نو د دوی نوي ماموریت ته ضمینه برابره شوه او دا به یې ویل چې افغانستان وروسته له ۲۰۱۴ کال هم د ناټو ځواکونو مرستې ته اړتیا لري.
بلاخره د امنیتي تړون لاسلیک ته لا لاره هواره شوه او د افغانستان رهبرانو دا تړون له دوی سره لاسلیک کړ.
اوس دوی د افغانستان په رهبرۍ کې مش مشې کوي او په افغانستان کې یې دوه ډوله جګړه پیل کړې، یو سیاسي بل هم غیر سیاسي، دوی افغانان دومره وځپل چې په تېرو دیارلسو کلو کې دومره نه وو ځپل شوي، ټاکنې یې تر داسې حده ورسوې چې بلاخره جانکیري راشي او موږ په خپلو کې سره جوړ کړي یعنې دلته هم دوی خپل ځان ښکاره کړ چې موږ اوس هم له تاسو سره ولاړ یو خو موخه یې بله وه. وروسته له ټاکنو د کابینې جوړول چې د ۴۵ ورځو څخه ۱۰۰ ورځو ته ورسېده او اوس هم لا نه ده مالومه، خلک په نن او سبا غلطوي، تر څو بیا له یوه میانجیګر څخه مرسته وغواړي.
نور دې نو افغانان کرار په خپل خای کښېني ځکه چې د دې حکومت پړی د بل په لاس کې دی.

په درناوي
امین پاچا