څېرنه : دشپږو لاملونو له مخې باید سړی هره ورځ  یو پلې هوږه وخوري

څېرنه : دشپږو لاملونو له مخې باید سړی هره ورځ  یو پلې هوږه وخوري  
ایا پوهیږئ، چې هوږه دسړیو لپاره له  ګټې خالي نه ده ،پوهیږو ، چې هوږه خوړو ته ځانګړې بوی او خوند ورکوي، دا دغوره خوړو لپاره  وړ وسیله ده . له زرګونو کلونو راهسې  دا پيژندل شوې ده،چې هوږه ډېرې ګټې لري. که  یوه مېرمن وغواړي،چې له خپل میړه ښې جنسي اړیکې ولري بیا پردې ځان پوه کړي،چې د ژوند ملګری یې په  منظمه توګه هوږه خوري او کنه ؟  دا تجربه شوې ده ،چې هوږه دسړي جنسي ځواک پیاوړی کوي ، دوینې جریان  تنظیموي  پردې سربېره نورې جنسي  اړتیاوې هم پوره کوي .
۱-  هوږه  دزړه روغتیا لپاره ښه ده :
هوږه یوازې دعاطفي ژوند لپاره  نه ، بلکې د زړه دروغتیا لپاره هم ښه او غوره ګڼل شوې ده، رښتیا هم هوږه  دزړه له ناروغیو سره مبارزه کوي ، دوینې فشار راټیټوي ، کولسټرول هم  کنترولوي ، هوږه  دسړیو لپاره  یوازې دا ګټه نه لري .  الله عزوجل په هوږه کې داسې عناصر ځای پر ځای کړي دي،چې  دهضم پرمهال ستونزه او تسمم له منځه وړي .
۲- هوږه دپروستانټ دپړسوب مخه نیسي :
دسړیو عمر ،چې څومره ډیریږي  دا اندېښنه وي ،چې دځینو به پروسټاټ  وپړسیږي ، خو پیاز او هوږه بیا دا وړتیا لري،چې دپروسټاټ دپړسوب مخنیوې وکړي ، څېړنو دا ښودلې ده،چې  هغه کسان،چې په منظمه توګه هوږه او پیاز  کاروي  دوی  دهغو کسانو په پرتله  دپروسټاټ له پړسوب  څخه 28% خوندي وي .
۳-  هوږه  دګاز، میکروب ضد ده :
دهوږې  له ډېرو مثبتو ځانګړو څخه  یوه داده ،چې دالیسین په نوم یوه ماده لري او دا دتسمم  ضد ده ، پردې سربېره هوږه دانسان په بدن کې دشته  زهرجنو موادو په  له منځه وړلو کې هم خپل رول لري . ددې تر څنګ د دپختورګو لپاره هم ګټوره ده .
دا هم د یادونې ده که چیرې یو څوک زکام وي  په کار ده ،چې ډېره هوږه ونه خوري ځکه  هوږه دپوزې  دپړسوب لامل ګرځي .
۴- هوږه د پښو دچاویدو درملنه کوي :
په هوږه کې شته  مواد دا وړتیا لري،چې  د هغو ورزش کارانو دپښو دچاودیدو مخه ونیسي  او یا یې د  درمل په توګه وکاروي . که چیرې ستاسې دپښو پونده چاوده وي  څلور پلیه تازه میده شوې هوږه  په  ګرمو اوبه کې  واچوئ او بیا د دیرشو دقیقو لپاره په کې خپلې پښې کیږدې ، که چیرې دا چاره درې ورځې تکرار شي دپوندو او پښو دچاودیدو درملنه مو کېدای شي .
۵-  له سرطان سره مبارزه کوي :
په هوږه کې دسلینیوم په نوم ماده شته او دا له سرطان سره مبارزه کوي په ځانګړې توګه  دڅو سرطاني ناروغیو څخه ،چې په دودیزه توګه سړي ورسره مخ کیږي  لکه پروسټاټ سرطان  او مثانه ، کولون ، معده ، سږي .
۶-  دبدن دفاعي ځواک پیاوړې کوي :
په هوږه کې شته ترکیب  پر بدن مثبت اغیز پریباسي او دفاعي ځواک یې لا پیاوړې کوي  ،چې دڅو ناروغیو مخه نیسي ، په 2001 ز کې  پر 21 کسانو دا تجربه پلې شوې  ده او دا څرګنده شوه چې په منظمه توګه دهوږې خوړل دزکام مخه نیسي .