
زه دې ته هېڅ نه پوهېږم چې په افغانستان کې د خبرو او عمل تر منځ ولې دومره واټن دی، خو کله کله چې له ځان سره فکر وکړم نو وایم چې شاید مجبوریتونه وي، او یا به د فشارونو په سبب سړی دې ته اړ کېږي چې د خپلې خبرې او عمل په برابرۍ کې پاتې راشي.
په افغانستان کې د دې ټولو د برابرۍ توقع د ولسمشره کېږي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کمپاینو په مهال افغان ولس ته ډېرې ژمنې وکړي داسې ژمنې چې آن ملت دې ته حیران وو چې دا سړی څومره د کار سړی دی ویل به یې زه به هره میاشت خپل کاري رپوټ ولس ته وړاندې کوم د خپلو کړنو په اړه به رسنیو ته مالومات ورکوم.
خو درې میاشتې وشوې چې هیواد مشر د خپلې هېڅ کړنې په اړه ولس ته مالومات ور نشوای کړای او نه چا د کومې مهمې پېښې په اړه د ده نظر واورېد.
افغانستان په داسې یوه وضعیت کې دی لکه یوه بې سره کېښتۍ چې د وخت موجونه او څپې یې یوې او بلې خوا ته اړوې را اړوي افغانستان په اقتصادي اړخ کې هره ورځ کمی ويني ورځ تر بلې د هيواد په اقتصاد کې ډېر جمپونه جوړېږي دوه علته لري.
دا چې ګمرکات او نورې عایداتي ادارې په خپل سره توګه خپلې چارې پر مخ وړي د خپلو عایداتو په اړه نه چا ته مالومات ورکوي او نه څوک شته چې له هغوی مالومات وغواړي.
بل علت دا کېدای شي چې ډېری سوادګرو او پانګوالو له هېواد نه تېښتې ته زړه ښه کړ او تر اوسه هم پر دې باوري نه دې چې دا حکومت به له ژمنو سره سم خپلې چارې سمبال کړي
د دوی دا تشویش پر ځای دی داسې یو حکومت چې تر اوسه یې خپله کابینه نه ده ټاکلې څنګه کولی شي چې دومره پراخ کار دې وکړي چې د بهرنیانو اعتماد جلب کړي په داسې حال کې چې خپل خلک یې ورباندې بې باوره شوي دي.
په سیاسي برخه کې افغانستان پړمخې پروت دی هېڅ سیاسي پرمختګ نه لرې امنیت ورځ تر بلې ورانۍ ته روان دی؛ له جنايي جرمونو نېولې تر لویو لویو حملو لکه پر دانګام حمله په ښارونو کې ځانمرګي برېدونه او داسې نور...
مشرانو به همېش ویل په کرزي شکر وکاږی هسې نه چې له څڅوبي پورته شو ناوې ته کېنو؛ د مشرانو خبرې تر ډېره پر ځای وي دوی که تحصیلی اسناد نه لري خو د تجربې دوکتورا یې په تخرګ کې ده دوی به ویل چې په سردار داود مو کبر وکړ روسان راغلل دوی مو پسې واخيستل مجاهدین راغلل دومره یې وکړولو چې په روسانو پښېمانه شوو؛ په مجاهدینو مو کبر وکړ ډاکټر نجیب راغی؛ په هغه پسې طالبان له هغې وروسته کرزی اوس داسې نه شي د کرزي آرمان وکړو.
زما په فکر که نن نه وي سبا به حتما د حامد کرزي د حکومت آرمان وکړو د هغه په وخت کې افغانستان که پر مخ ورو تلو شاتګ یې نه درلود، خو دې حکومت د تېر حکومت دریالس کلنې لاسته راوړنې ورو ورو په سیند لاهو کړې ورځ په ورځ مونږ شا ته روان یو.
په یوه مجلس کې یوه قدرمن مشر وویل چې له دوکانه مې څه اخیستل دوکاندار را ته وویل چې اوو ورځو کې زما دا لومړنۍ سودا وه چې ومې کړه.
نو داسې یو حکومت د څوکیو په وېش لګیا دی، په اول وخت کې دواړو وویل چې مونږ به وړ کسان وټاکو که زمونږ د ټيمو اړوند نه وي پروا نه کوي خو اوس دا جوته شوه چې دا حکومت تقسیم دی هر سړی خپل سهم وړي دا خوار ملت هیڅ حق نه لري د دوی مسولیت همدومره وو چې دې دواړو ډاکټرانو ته رایه ورکړي.
دا لا تر اوسه لومړنۍ وېش دی نه سره جوړېږي، خو دوی وایي چې سفارتونه، ریاستونه، ولایتونه، انتصابي وکیلان، شارولانو، ولسوالان او دې ته ورته ټول به وېشل کېږي، دا چې څو وېشي. دوی به پخپله دوره کې اېله همدومره وکړي چې دا وېشنې سره برابرې کړي تر هغې به ملت نیم له لوږي مړ وي نیم د راکټونو او ځانمرګو له امله.
دا د پټي سر دی پټی لاندې زورور دی، د دې ملت د خدای مل شي له هېچا یې ګټه و نه لېده زما ښه یاد دي چې دې حکومت ته ملت څومره هيله درلوده د هر چا په ژبه د اشرف غني نوم وو.
خو اوس مالومه شوه چې په افغانستان کې خلک د قدرت تږي دي نه د خدمت افغانستان د ګړنګ پر غاړه دی دوی د پالنګ، خپلې مزې چړچې کوي، ژمنې یې هېرې دي هغه ژمنې چې ویل به یې مونږ به دسلو کالو مزل په شپږو میاشتو کې کوو، ولسه تیار شی که پوه شوی چې په دې وضعت کې مو ورکه ده نو خپل ځان او لوی افغانستان وژغوری.