
د روهي ویب پانې په حواله چې د هغوی ویب پاڼه نن ورځ له ایران څخه تر حملې لاندې راغلې وه، هغوی دغه حمله د DDos تاړاک بللی دی. غواړم په دې برخه کې دوستانو ته په ځانګړي ډول هغوی ته چې د ویب پاڼو د سمبالښت دنده لري لنډ معلومات ورکړم.
Dos یا Denial of Service داسې یو کمپیوټري تاړاک یا حمله ده چې یو خدمتي سیستم یا سرور، ویب پاڼه، یو ځانګړی درشل یا پورټ، کمپیوټر او د نیټورک سره تړلي نور وسایل د خپلو کاروونکو د چوپړ څخه را ایساروي. په دغه ډول حمله کې هیکران ټارګیټ شوي سیستم ته د ترافیکو یوه لویه سلسله لیږي چې موخه کمپیوټر یوازې د همدغه ترافیکو سره بوختیږي او خپلو اصلي کارکوونکو ته د ځواب وخت نه پیدا کوي. په دغه ډول حمله کې یوازې د یو کمپیوټر او انټرنیټ کنکشن څخه موخه کمپیوټر تر برید لاندې راوستل کیږي په داسې حال کې چې په DDoS یا Distributed Denial of Service کې د یو پر ځای د ډېرو کمپیوټرونو څخه د برید لپاره کار اخیستل کیږي.
هغه هیکر چې دغسې یو برید کوي ډېر کمپیوټرونه په خپل واک کې لري، ځینې کمپیوټرونه د هیکر سره نزدې وي او فزیکي لاسرسي ورته لري او ځینې نور ریموټ کمپیوټرونه یې له مخکې څخه تر خپل واک لاندې راوستلي وي او هلته یې د دغسې یوې حملې په موخه وایروسونه او ټروجانونه ځای پر ځای کړي وي، چې بیا وروسته د بیلابیلو کمانډونو له لارې دغه وایروسونه د موخه کمپیوتر، ویب سرور، پورټ او نورو د کابو کولو لپاره هغوی ته استوي. کله که څوک وغواړي له داسې یو برید سره مقابله وکړي نو ځکه ستونزمنه ده چې د شبکې په روټر کې د دومره ډېرو آی پي ادرسونو د ترافیکو بلاک کول وخت ته اړتیا لري.
په یاد ولرئ چې زمونږ په بې خبرۍ کې شاید د هیکرانو له لوري زمونږ کمپیوټر د همداسې یو برید لپاره کارول کیږي او مونږ پرې نه یو خبر. ډیری وختونه یو څوک د خپل کمپیوټر د سستوالي څخه سر ټکوي، د دغه سستوالي د لاملونو څخه یو لامل دا هم دی چې کیدای شي دغه کمپیوټر د هیکرانو له لوري د ډي ډاس برید پر موخه کارول کیږي نو ځکه د خپل کاروونکي غوښتنو ته په تېزۍ سره ځواب نشي ویلای. هغه کمپیوتر چې د ډي ډاس د برید لپاره کارول کیږي botnet ورته وایي. بوټنیټ کمپیوترونه وار له مخه هیکرانو په خپله ولکه کې اخیستې وي او هلته یې بیلابیل وایروسونه او نور ویجاړوونکي پروګرامونه ځای پر ځای کړي وي، د همدغه وایروسونو پر مټ هیکران ریموټ کمپیوټرونه کنټرولوي او هر څه چې وغواړي پرې تر سره کوي یې.