
امریکایۍ مارټا اېنګرام ته کاروبار له خاونده پاتې دی، خو خاوند یې هم د خپل پلار کاروبار ته پراختیا ورکړې وه.
مارټا او د کورنۍ غړي یې د اېنګرام اېنډسټري په نوم د کمپنیو د یوه ګروپ څښتنان دي. د کاروبار بنسټ د دې کورنۍ لپاره د مارټا خسر اېښی دی. هغه خپل زوی برانسون ته د نفتو د چاڼ یوه کمپنۍ پرېښوده چې وروسته یې برانسون فعالیتونه نورو برخو ته وغځول.
د دغه ګروپ تر چتر لاندې څلور کمپنۍ کار کوي. اېنګرام مایکرو یې د الکترونیکي توکو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وېش کمپنۍ ده. دا کمپنۍ د اېسر، سیسکو، اپل، اېچ پي، ای بي اېم، لېنوو، مایکروسافټ او سمسونګ په څېر د سترو کمپنیو محصولات وېشي. لایټنېنګ سورس یې د پرېنټرو او کتابونو د وېش کمپنۍ ده چې په برېتانیا، فرانسه او اطریش کې فعالیتونه لري. اېنګرام کانټېنټ ګروپ یې د کتابونو د چاپ او خپرواي څانګه ده. له دې کمپنۍ سره د ۷،۵ میلیونه جلده کتابونو فهرست دی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شاوخوا دری زره کسان کار ورسره کوي.
د ګروپ تر چتر لاندې یې د اېنګرام بارج په نوم د بېړیو یوه کمپنۍ هم فعالیت کوي. دا کمپنۍ ۴۰۰۰ بار وړونکې بېړۍ لري.
مارټا چې اوس د اېنګرام اېنډسټري مالکه ده، د ۱۹۳۵ زېږدیز کال د اګېست په ۲۰ نېټه زېږېدلې ده. دې تر ښوونځي وروسته د تاریخ په برخه کې زده کړې کړې دي. وروسته یې د خپل پلار په رسنیزه شبکه کې چې راډیو او تلوزیون یې درلود پيل کړی دی. تر هغه وروسته یې د اېنګرام د وخت له چلوونکي او د بنسټګر له زوی برانسون سره واده وکړ. تر واده څه موده وروسته برانسون مارټا ته بلنه ورکړه چې د اېنګرام اېنډسټري سره د عامه اړیکو د مشرې په توګه کار وکړي او دې یې هم وړاندیز ومانه. دا په ۱۹۹۵ کال کې د برانسون تر مړینې وروسته د کمپنۍ د لارښوود بورډ مشره شوه او خپلې دې دندې ته یې تر ۲۰۰۸ زېږدیز کال پورې دوام ورکړ.
په ۲۰۰۸ کال کې یې د اېنګرام چارې خپلو اولادونو ته وسپارلې. د اورېن او جان په نومونو دوه زامن یې د کمپنۍ چارې پر مخ وړي. د ډېوېد په نوم بل زوی یې د اېنګرام اېنټرټایمېنټ په نوم ځانګړې کمپنۍ لري. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې مارټا اېنګرام او کورنۍ یې اوسمهال څلور اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۳۰ ام او په متحده ایالتو کې ۱۲۸ ځای لري. د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې د نوموړې پانګه فوربس مجلې ۲،۹ میلیارده ډالره بللې وه چې په دې حساب یې په یوه کال کې پانګه څه کم یو میلیارد ډالره زیاته شوې ده.
۷۹ کلنه مارټا لا هم د امریکا په تنسي ایالت کې پر کلتوري فعالیتونو بوخت ده.
دا چې څلور اولادونه لري، د همدې ایالت په ناشویل سیمه کې ژوند کوي او یوازې د امریکا د متحده ایالاتو تابعیت لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.