کابينه که د خدایداد واده!!؟

 
زموږ په کلي کې یو سړی و، نوم یې خدایداد و. بیا دغه سړی تقريبا څلويښت کلن شو واده یې نه و او لا ترسه بې واده دی.
دې سړي به ويل، زه داسې واده کوم چې تر اوسه یې چا مخ نه وي ليدلی، داسې ښکلې وي لکه حوره، هوښیاره وي.
او همدارنګه نورې ځانګړنې به یې داسې بیانولې چې هغه رنګه نجونې به ډېرې کمې وې، او که به وې هم مقصد ده ته نه رسيدلې. ويل به یې چې جينۍ باید چيناري ځواني ولري، غټې سترګې، سپين مخ، تورې زلفې لکه ماران غوندې، اوږده سپين لاسوونه، چنګه نرې ملا، ښه اخلاق، ښه کورنۍ او بلاخره هېڅ ډول بد او کمی یې نه پکې مانه.
دا سړی تر اوسه پورې همداسې بې کوره او بې ښځه دی، ژوند پرې تير شو خو د ژوند مزه یې په ژبه ونه څکله. اوس د هر چا د خندا او په ټولنه کې د چندان شی په نظر ورته نه ګوري.
ځکه نبي ص هم ويلي دي چې څوک نکاح ونه کړي، نو ګنګار دی، ځکه نکاح سنت موکد ده.
را به شو دې ته، چې زموږ د حکومت هم اوس همداسې حال دی، په داسې وزيرانو او والیانو پسې ګرځي چې سپين ګرد مرد یې مخ وي، تورې اوږدې یې زلفې وي، چنګه نرۍ یې ملا وي او په هر څه باندې بارابر وي.
 
دا سمه ده چې په تيرو وزیانو کې به فاسد او قاتل و ګړي هم ول، مګر خبره دلته ده چې اوس هغه د قاتلانو او افغان د وينو توونکي یې په سر کې ولاړ دي.
که لومړی معاون وښایې، د ټولو پښتنو قاتل دی، تر ټولو ډېر افغانان نوموړي وژلي دي، تر ټولو ډېرې ميندې نومړي کونډې کړې دي.
همدارنګه اجراييه رييس تر خپلې وسې پورې دا بې وسه ملت ځورولی دی او ژړولی دی.
هسې اوس په دې فکر یم، چې خدای مه کړې، زموږ له دولت نه هم د خدای داد واده جوړ نه شي. چې نه یې وزير ووينو، نه یې والي ووينو او نه یې ادارې....
 
ځکه ورځ تر بلې امنتي ستونزې ډېرې، بې کاري اوج ته رسيږي، خلک له دولته نه فاصله پيدا کوي، مدنې ټولنې او مدني فعالان هره ورځ غونډې کوي، او حکومت یې غږ نه اوري ، که دولت همداسې ويده وي، او د مدني ټولنو او فعالانو غږ وانه وري نو لرې نه ده چې یو لوی ناورين به په دې هيواد را روان شي.
له دولت او ولسمشر نه ټول ملت دا هيله کوي، چې زر تر زره کابينه د باور رایي لپاره ولسي جرګې ته ور و پېژني، تر څو دې ناورين او د  هيواد د و ګړو دې ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، هسې دې د خدای داد واده نه ترې جوړي.
خلک ستړي دي، خلک په کور کې یوه مړې ډوډۍ نه لري، خلک په ډې ساړه ژمي کې د سونګ توکي نه لري.
نو هيله ده، چې خدای داد نور همداسې پاتې نه شي بلکې، کابينه اعلان او ټول کارونه بيرته سم روان کړي. تر څو د ملت باور بيرته سم شي او خلک خپلې ورځنۍ چارې بیرته عادي پر مخ بوزي.
په درنښت