
د یوه عالم خبره ده وايي که دې په موخو پورې خلکو ونه خندل، پوه شه چې اهداف دې ټیټ ټاکلي دي. داسې ډېر پېښېږي چې ستاسې ایډیا او اهداف خلکو ته غیر عملي او خیالي ښکاره شي، خو تاسې باید له خپلو هغو ایډیاوو چې د عملي کېدو پر لارو چارو مو یې غور کړی وي، هېڅکله تېر نه شی. د امریکايي روس پيروټ اډیا ای. بي. اېم کمپنۍ رد کړه، خو نن دی د خپلې هماغې ایډیا په برکت میلیاردر دی.
هېنري روس بېروټ سر چې په لنډو یې روس پیروټ یادوي د ۱۹۳۰ کال د جون په ۲۷ نېټه د تکزاس ایالت په ټېکسارکانه سیمه کې زېږېدلی دی. لومړنی زده کړې یې د پټي هېل په نوم ښوونځي کې کړې، وروسته یې د تکزاس عالي لېسه لوستې ده. د تکزاس په جونیر کالج کې تر دوه کاله زده کړو وروسته د امریکا د سمندري ځواکونو اکاډمۍ ته تللی دی. په ۱۹۵۷ کال کې یې د سمندري ځواکونو اکاډمي پرېښوده او له مشهورې امریکایۍ کمپنۍ ای. بي. اېم سره یې د کمپیوټرو د پلورونکي په توګه دنده پیله کړه. نوموړي د خپل کار په لومړنیو ورځو کې حیرانوونکې وړتیا وښووده. ده په دوو اونیو کې هغه هدف تر لاسه کړ چې کمپنۍ د یوه کال لپاره ورته ټاکلی و. نوموړي د کاروبار د پرمختګ لپاره خپله ایډیا د ای. بي. اېم کمپنۍ ته وړاندې کړه خو سوپر وایزر یې طرحه رد کړه او ده هم په ۱۹۶۲ زېږدیز کال کې له دې کمپنۍ سره دنده پرېښوده او د الکترونیک ډېټا سیستمز په نوم یې خپله کمپنۍ جوړه کړله.
نوموړي د خپلې کمپنۍ د بریا لپاره ډېرې هڅې وکړې تر دې چې د لومړي قرارداد له ترلاسه کولو وړاندې یې وړانديزونه ۷۷ ځله رد شول. د همدې هڅو پایله وه چې په ۱۹۶۰ کال یې د امریکا له حکومت څخه ګټور قراردادونه ترلاسه کړل. تر دې دوه کاله وروسته یې کمپنۍ د ونډو بازار ته لاره پیدا کړه. د ونډو په بازار کې یې د کمپنۍ د یوې ونډې بیه یوازې په څو ورځو کې له ۱۶ ډالرو څخه ۱۶۰ ډالرو ته لوړه شوه.
پیروټ دا کمپنۍ په ۱۹۸۰ کال کې پر جنرال موټورز باندې په ۲،۸ میلیارده ډالره وپلورله. وروسته یې په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې «Perot Systems Corporation, Inc» په نوم کمپنۍ جوړه کړه. د دې کمپنۍ لپاره یې هم ډېرې هڅې وکړې، خو دا کمپنۍ یې هم په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې پر ډېل کمپنۍ په دری اعشاریه نهه میلیارده ډالره وپلورله. سره له دې چې کمپنۍ یې پلورلې خو اوس یې هم په منظم ډول دفتر ته ورځي او د ډېل کمپنۍ د پلور له ټیم سره مرسته کوي.
پیروټ پر دې سربېره چې د سوداګرۍ په برخه کې یې ډېر بریالیتوبونه ترلاسه کړي، د امریکا په سیاست کې مشهوره څېره ده. دی دوه ځله د امریکا ولسمشرۍ ته د خپلواک کاندید په توګه درېدلی دی. نوموړی لومړی ځل په ۱۹۹۲ او دویم ځل په ۱۹۹۶ کال کې د امریکا ولسمشرۍ ته کاندید و.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې روس پيروټ اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۳۰ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۵۲ ام ځای لري. ده واده کړی، پنځه اولادونه لري او د تکزاس ایالت په ډالز سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.