د کار د بازار ناکامي

 
د توکو او چوپړتیاوو د بازار په څېر د کار او کاري ځواک بازار هم د ځینو لاملونو له مخې له ناکامۍ سره مخ کیږي. دغه لاملونه چې د کار بازار اغېزناک فعالیت ته نه پریږدې؛ د کاري ځواک د مهارتونو نه شتون او کموالی، د کاري ځواک د خوځښت یا تحرک نه شتون، د عاید له نا انډوله وېش او نورو څخه عبارت دي چې په ټولو به یې په دغه لیکنه کې لنډې خبرې وکړو.
د مهارتونو کمښت:  د کار په بازار کې شاید د کاروبارونو د اړتیا وړ مسلکي کاري ځواک و نه موندل شي او له همدې امله د یو ځانګړي مسلک په برخه کې د کارګرو د روزنې له امله کاروبارونه له لوړو لګښتونو سره مخ شي. کله چې د یوې کمپنۍ او تولیدي واحد کار کوونکي زده کړي او مسلکي وي نو کمپنۍ کولای شي چې په اسانۍ یې د کاروبار دننه په کومه بله دنده وګوماري، خو که د شته کارګرو ټولیزه پوهه کمه وي، نو کاروبار اړ دی چې په اغېزناک ډول د نوې دندې د پر مخ بېولو په موخه هغوی ته ځانګړي روزنیز پروګرامونه پر لار واچوي چې دا چاره د کاروبار تولیدي لګښتونه زیاتوي.
دا چې کاروبارونه یوازې د خپلې اړتیا په برخه کې خپل کارګر روزي او هغوی ته په ټاکلو برخو کې ټرینینګ ورکوي ځکه خو لکه مخکې مو چې ورته اشاره کړې، د کار بازار د مسلکي او تکړه کارګرو له کمښت سره مخ کیږي چې په دې برخه کې باید دولت خپل مسولیت ادا کړي. په دې برخه کې دولت باید د مسلکي او حرفوي زده کړو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او د کاري ځواک پر ظرفیتونو پانګونه وکړي. همدارنګه په تعلیمي نصاب کې د ځینو وظیفوي مهارتونو اړوند مضامینو ځای پر ځای کول هم د مسلکي کارګرو د عرضې په زیاتوالي کې مهم رول لري.
د دې تر څنګ دولت کولای شي مختلفو بنسټونو ته د روزنیزو کورسونو د پر لاره اچولو په موخه بلا عوضه مرستې ورکړي او له دې لارې د کاري ځواک د ظرفیتونو د لوړوالي سره مرسته وکړي.
د نړۍ ځینې پرمختللې هېوادونه د کاري ځواک د مهارتونو د غښتلتیا په موخه په انټرنیټ کې د روزنې انلاین یا پر لیکه پروګرامونه برابروي، چې هر څوک کولای شي نوموړي ټرینینګونه تعقیب کړي او په هغه برخه کې چې لېوالتیا یې لري په انلاین توګه اړینه روزنه تر لاسه کړي. په دغه انټرنیټي وېب سایټونو کې د پر لیکه ژوندۍ زده کړې تر څنګ د روزنې ویډیویي او غږیز کورسونه هم ځای پر ځای شوي وي.
د کاري ځواک نه خوځښت:  د کاري ځواک نه خوځښت یا Labor Immobility هغه حالت ته وایي کله چې کاري ځواک هغه سیمو ته نشي لېږیدلای چېرې چې یې اړتیا وي. د کاري ځواک د نه خوځښت د ځینو لاملونو څخه دلته لنډه یادونه کوو.
لومړی -  له جغرافیایي پلوه د کاري ځواک د لېږد او خوځښت محدودیت: دا هغه محدودیتونه دي چې له امله یې کاري ځواک نشي کولای له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته  لېږد وکړي. دغه محدودیتونه د مهاجرت په سیمه کې د استوګنې ځینې ستونزې لکه د مېشت ځای نه شتون، لوړه کرایه، موسمي توپیرونه، د ژبې، کلتور او مذهب توپیرونه او داسې نور دي. د دې تر څنګ کورني تړاوونه هم د کاري ځواک د نه خوځښت او لېږد لامل کیږي، د بېلګې په ډول زموږ کورنۍ خپل اولادونه په هغه نا امنه سیمو کې دندې ته نه پریږدي چېرې چې د تقاضا او لوړ معاش سره سره هلته د هغوی سر ته خطر وي. له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته لېږد نورې ګڼې ستونزې هم لري لکه د نوي چاپېریال سره توافق، هلته د خپلو کوچنیانو لپاره د ښوونځي ټاکنه او نورې دغه ډول ستونزې.
دویم – د صنعت د بدلون ستونزه: د کاري ځواک د خوځښت په مخ کې بل خنډ د صنعت یا انډسټري بدلون دی چېرته چې کاري ځواک په اسانۍ سره د یو صنعت څخه بل ته د لېږد زړه نه ښه کوي. دا هغه ستونزه ده چې د خدماتي سکتور له رامینځته کیدا وروسته ورسره په ډېرو هیوادونو کې تولیدي سکتور مخ دی، ځکه د دغه دواړو سکتورونو تر مینځ د کاري ځواک لېږد او د هغوی توافق ستونزمن کار دی.
درېیم – د مسلک او شغل ستونزه: د کاري ځواک د خوځښت په مخ کې بل خنډ د شغل یا مسلک موضوع ده، ځکه هېڅوک په اسانۍ دې ته نه تیاريږي چې خپل شغل او مسلک په کوم بل مسلک سره تعویض کړي، یو ډاکټر به هیڅکله تیار نشي چې د نرس دنده پر مخ بوزي.
د کاري ځواک د خوځښت په وړاندې بله ستونزه د کاري ځواک سره د اړینو معلوماتو نه شتون دی یعنې که یو کارګر د خپلې نوې دندې او د هغوی د ګټې او زیان په اړه پوره معلومات و نه لري نو هیڅکله به هم ورته زړه ښه نه کړي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.