
ملګرو نن به را شو دې چې زموږ او تاسې په ټولنه کې تقريبآ اویا سلنه ځوانان دي. خو، دا چې په دې اویا سلنه ځوانانو کې ښه ځوان څوک دي او د ښه ځوان ځانګړنې څه دي په دې به سره و غږېږو.
ډېرې وخت هسې سوچ کوم، چې زموږ په هيواد کې ځوانان ډېر دي، او ځوان دی چې ټولنې ته هر اړخيزه بدلون راوستلی شي. نو په دې اساس غواړم چې د خپلې افغاني او اسلامي ټولنې ښه ځوان هر اړخيز در وپېژنم./
یوه ورځ مې په شمشا راډیو کې هم په دې اړه یوه مرکه درلوده، چې هلته مې مو د ښه ځوان ډېری ځانګړې په لاندې توګه سره یادې کړلې:
لومړی: د ښه ځوان لپاره په اول کې دا لازمه ده، چې ټولنې یو مثبت او نه زیان کوونکی فکر ور کړي.
دوييم: یو ښه ځوان باید، د ټولنې ستونزې حل کړي، نه هسې خدای مه کړې چې ټولنې او یا و ګړو ته ضرر و ګرځي.
درييم: دا چې زموږ ټولنه اسلامي ده، نو په کار ده چې یو ځوان د اسلامي ارزښتونو سره، سره یو اسلامي نظر او د اسلام سره په ټکر کې نظر خلکو ته ور نه کړي.
څلورم: یو ښه ځوان، باید په لومړي سر کې، خپلې کورنې، ورور، خور، دکاکا زوی، د عمه زوی او تربور ته د ښوونې او روزنې په اړه نېکې وشورې ور کړي، تر څو دا ټولنه له فقر او دې بد بختۍ څخه خلاصه شي.
پورته ځانګړنې به هره یوه په تفصيل سره درته د وپېژندل شي.
په اخر کې هم باید ووایم چې، یو ښه ځوان ددې تر څنګ چې خپلې کورنې او ټولنې ته خدمت و کړای شي. نو کولای شي چې د هيواد په کچه هم یو ښه مثبت نظر ور کړي. داسې نورې ځانګړنې به هم وي خو، زما په اند سره همدا یو څو یې ډېرې ضروري دي.
په سر کې که دې ته را شو چې مثبت فکر یا ذهنیت ولې ټولنې ته ډېر ضروري دي؟؟؟
ددې خبرې ځواب باید په دې سره ووایم چې که یو ځوان تعلیم ولري، اما، یو ښه او مثبت ذهنیت ونه لري موږ هغه ته ښه ځوان نه وایو، بلکې، هغه د ټولنې په زیان کې روان دي.
ما ډېری ځوانان ليدلي، دلته پوهنتون وایي، د دولت په ډودۍ باندې خپله ګيډه ساتي، اما چې کله لرې پرتو سیمو یا کلي ته لاړ شي، هلته بيرته دې همدې دولت په ضد ناروا کړنې تر سره کوي. لوی لامل یې دادی چې دغه ځوان ته پردی ذهنیت ور کړل شوی دی، دغه ځوان موږ ښه ځوان نه بولي بلکې دغه ځوان ته موږ په عامیانه ژبه کې اورپکی یا هم د پردي ډيګ کچالی وایو.
هو، رښتیا خبره ده، چې یو ځوان د خپلې مور په وړاندې جنګېږي، مطلب مې هيواد دی، ځکه هيواد یا خپله ټولنه تر مور کمه نه، دا په دې مانا چې مور هم سړی په غيږ کې روزي هو ټولنه یا هيواد هم.
تر ښه ذهنیت وروسته به دې ته را شو چې ښوونه او زورنه ولې د یو ښه ځوان په جوړونه کې لومړيتوب لري؟
دا په دې چې کله یوه ځوان ته ښه فکر ور کړل شي، نو هغه ځوان هرو مرو تعلیم ته مخه کوي، د نيشيي شیانو څخه ځان ساتي، د خپلې مور پړونی په پنجاپ او ايران باندې نه پلوري، د خپلې ټولنې بد نه بلکې ښه غواړي. او بلاخره هر څه یانې د هيواد او ټولنې په ګټه کوي.
نو، لازمه یې بولم چې تر ذهنیت وروسته باید یو ځوان تعليم و کړي، او د ټولنې ملا ماته نه بلکې د ټولنې ملا ور و تړي.
دا خبره هم کره شوه، چې له ښه ذهنیت نه وروسته تعليم باید یو ځوان و کړي تر څو موږ هغه ته ښه ځوان وويلای شو.
دا چې یو ځوان باید ټولنې ته خدمت و کړي نه ستونزې ورته خلق کړي. په دې اړه باید وایم چې رښتیا هم زموږ په ټولنه کې ډېری ځوانان دي چې ټولنې ته یې خير نه رسيږي لا د ټولنې او و ګړو پښې وهي، تر ځو نور خلک هم دده په شان نورو ته لاس اوږد کړي او یا د پردیو غلامي و کړي.
نو په دې اړه باید وويل شي، چې هر ځوان ملکف دی تر څو خپلې ټولنې ته ستونزې را ولاړې نه کړي تر خپلې وسي زیار وباسي چې مشکلات حل کړي.
او په اخر کې به دې ته راشو چې یو ځوان یا ښه خوان باید په کور، ټولنې، ورور، خور، او تربور ته باید کار و کړي.
دا خبره هرې څيړنې ثابته کړې دي. کوم ځوان چې خپل کور او ټولنې ته خدمت ونه شوای کړای هغه هيواد ته هم خدمت نه شي کولای. نو لازمه ده، چې یو ځوان چې ځان ښه ځوان و بولي په سر کې به خپلې ټولنې ته کار کوي، که چېرې یې ځپلې ټولنې ته کار ونه کړ، نو هغه هيواد ته هم کار نه شي کولای. ځکه همدا خپله ټولنه یا کورنۍ یې هم ددې هيواد یو جز ده.
نو ليکنه به په دې ټکي سره را و څرخوو چې ښه ځوان څلور غټې ځانګړنې لري چې په لومړي سر کې مې درته یادې کړې. که دا ځانګړنې یو ځوان ونه لري موږ هغه ځوان ته ښه ځوان څه، چې د ټولنې د ضرر په نوم او یا هم هغه ځوان د ټولنې د یو ويروس په نوم وبولو..