غزل

لکه دګلو نرۍ څانګه چې سېلۍ تاووي
دفکر لاس مې داسې غېږ ستا له ځوانۍ تاووي
دلته کېږدۍ زما دزړه ورته غوړېږي راځي
هلته له چنګې ملا پړونی شين خالۍ تاووي
ته پام که ودې کړو يو کوږ نظر هم سرنه شي وړای
داخو پښتون دی چې پر سر کږه پګړۍ تاووي
دچا په ياد کې مې ژوند څلی شو دخاورواېرو
بس وړي په سر يې دمرګو نو بړبوکۍ تاووي
خدايه ! په سترګو دورورۍ به تر څو ګورو ورته
څو تور دېوان به سپين مړوند دښاپېرۍ تاووي