اتل

خپل دا نظم د هېواد داسې یو اتل ته ډالۍ کوم، چې لوږو او تندو یې د همت مخه ډب نه کړای شوه.
پر ټول وطن یې د خوښۍ ګلونه وپاشل او د بري داسې بریمنې لارې یې کچ کړې، چې لیدو ته یې نړۍ حیرانه شوه.
هو، د وطن دا رښتینی اتل نوروز منګل دی!
 
اتل
یو وطن دی، نن شپه جنګ پکې معطل دی
یو وطن دی، نن یې هر لوری ګل ګل دی
یو وطن دی، نن یې هر زلمی اتل دی
یو وطن دی، په اوبو کې یې اور بل دی
یو وطن دی، د نړۍ پام یې خپل کړی
د عروج د زندګۍ بام یې خپل کړی
یو زلمی یې مخکې هسکه غړۍ درومي
د همدې اتلولۍ جام یې خپل کړی
دا زلمی له لوږو، تندو نه راتېر دی
د بري په خوند خبر هم ځکه ډېر دی
د ولس د هر وګړي زړه یې خپل دی
د وطن د ملاتړ لاس ترې چاپېر دی
ها زلمی چې د اوږو په سر روان دی
په *صحرا کې د اوبو په سر روان دی
خپل همت او ارادې یې لوی تکیې دي
د ولس د ولولو په سر روان دی
اوس یې شونډې وچې نه دي اوس خندان دی
د بخت ستوری یې په غاړه اویزان دی
تر بري یې رسولی دا وطن دی
دا زلمی د دې وطن مرد میدان دی
 
C:UsersRohiDownloads258086.jpg
 
* دا نظم د هغې شپې تاثر دی، چې افغانستان د صحرا اتلولۍ جام په خپل نوم کړ او همدا شپه له نړیوال کرکټ سره د نوروز منګل د مخه ښې شپه هم وه، ملګرو یې نوموړی د زرګونو نندارچیانو پر وړاندې په اوږو وګرځاوه او د بري دا جام هم د همده په لاس پورته شو.