ويښ افغان د ريښتیني خدمتګار په نوم د نمانځنولړۍ پيل کړه

\"\"
 د ویښ افغان - خوست غړو د ریښتیني خدمتګار په نوم هغه لړۍ پیل کړه، چې وخت په وخت به د هغو کسانو نمانځنه پکې کیږي، چې هیواد او ولس ته یې په بیلابیلو برخو کې ټولنیز خدمتونه کړي وي.
لومړنۍ نمانځنه، د استاد خزان ګل وه، استاد د خوست هغو سیمو کې ښوونځي جوړکړي، چیرې چې حکومت هم نه دی توانیدلی، د دې ترڅنګ یې خلکو ته ځمکې، باغونهجوړ کړي، څاروي یې ورکړي او د لسګونو کورنیو د نفقې لاسته راوړنه یې اسانه کړې ده.
 
د غونډې رېپوټ به له انځورونه سره وروسته په لیکه شي.