
یوه ورځ یو لېوه او یوه ګیدړه سره مخ شول د ګیدړې سترګې چې په لېوه ولګېدې نو د تېښتې هڅه یې ونه کړه، لېوه چې ډېر وږی و او د ګیدړې د خوړلو په فکر کې و، د ګیدړې په لوري را روان شو ګیدړه چې ډېره زیرکه وه نو خپلې زیرکتیا څخه یې کار واخیست، مخکې تر دې چې لېوه په ګیدړه ورټوپ کړي ګیدړه مخې ته ورغله او سلام یې ورکړو، لېوه د ګیدړې د سلام په اورېدو خپل غاږونه وچیچل او وعلیکم سلام یې وویل، ګیدړې د خپلې زیرکتیا څخه لا ښه استفاده وکړه او له لېوه سره یې روغبړ پیل کړ، او ورته وویل چې لېوه وروره څه کوې؟ لېوه نور هم خپل غاښونه وچیچل او په غورمبېدلي اواز یې وویل زه خو ډېر وږی یم او د یو څه د خوړلو لپاره راوتلی یم.
ګېدړه د خپل ځان د خلاصون په فکر کې شوه او ناڅاپه هغه خر چې څو ورځې مخکې د خټو په یوه خندق کې لوېدلی و ور په یاد شو، نو لېوه ته یې وویل چې لېوه وروره ما مه خوره ځکه په ما نه مړېږي او نه دې کومه چاره کیږي، لېوه وویل نو څه وکړم؟
کېدړې په نرمو الفاظو وویل چې راځه زه دې چېرته موړ کړم، لېوه له ګیدړې سره روان شو نو کله چې هغه خندق ته چې خر پکې نښتی و ورسېدل، لېوه د خره په لیدو سره زیات خوښ شو خو یوه ستونره چې موجوده وه هغه د خره نښلېدل د خندق په منځ کې وو، لېوه ګیدرې ته وویل چې ګیدړې خورې اوس به یې څنګه وخورو؟ کیدړه چې ډېره زیرکه او سپکه وه د خندق منځ ته به یې ورټوپ کړ او د خره په شا به کښېناسته د لېوه به لا اشتها صافه شوه خو ستونزه دا وه چې لېوه نه شوای ټوپ کولای تر څو خر وخوري نو ګیدړې ته یې وویل چې زه څنګه درټوپ کړم؟ ګیدړې وویل چې لېوه وروه بله چاره نشته خو ته یو کار کولای شې لېوه وویل څه کولای شم؟! ګیدړې وویل چې ته به ښه ډېر په شا لاړ شې او له هغه لوړ ځای څخه به را منډه کړې کله چې د خندق څنډې ته را ورسېدې نو پرې راټوپ به کړې کله دې چې راټوپ کړل د خره په شا کښېنې او نوش جان به یې کړې، لېوه چې په کیدړه زیات باور درلود د هغې خبره یې ومنله نو ښه زیات په شا لاړو او رامنډه یې کړل، کله یې چې را ټوپ کړ لېوه تر خره دری میتره وړاندې په خندق کې ډوب شو، ګیدړه چې د خندق په څنډه ولاړه وه په شنه خندا په ملا راماته شوه، لېوه په ژړا غوندې اواز وویل چې اې ګیدړې خورې! زه په خندق کې نښتی یم او ته راته خاندې!، ګیدړه لا په خندا شوه او دا خبره یې وکړه، چې لېوه وروره خندا خو به هلته وي چې د خره څښتن راشي، تا ته سوټی وکاږي او زه په دغه نرۍ لاره پورته روانه شم.
امين پاچا