
امریکایۍ رونډا سټرېکر ته کاروبار له نیکه څخه پاتې دی. نیکه یې هومر سټرېکر د اورتوپیدي ډاکټر و. هومر د مشیګان ایالت په اتنس سیمې کې زېږېدلی و. د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د ښوونکي په توګه کار کاوه، خو وروسته په لومړۍ نړیواله جګړه کې د امریکا له پوځ سره فرانسې ته ولاړ او هلته یې د پیاده په توګه کار پیل کړ. له فرانسې تر راستنېدو وروسته یې د طبابت په برخه کې زده کړې پیل کړې او د مشیګان ایالت د پوهنتون طب پوهنځی یې ولوست. د اورتوپيدي د ډاګتر په توګه د کار کولو پر مهال یې د خپلو طبي وسایلو په برخه کې ځینو نیمګړتیاوو ته پام شو. ده د همدې نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره څېړنه پیل کړه او په ۱۹۳۵ کال کې یې په خپل ورکشاف کې یوه ربړي پونده چې د ناروغانو لپاره به یې په تګ کې اسانتیا رامنځته کوله او یو ډول نوی د روغتون چپرکټ اختراع کړل.
هومر د خپلو اختراعاتو د پلور په موخه په ۱۹۴۱ زېږدیز کال کې د سټرېکر په نوم کمپنۍ رامنځته کړله. د نوموړي تر مړینې وروسته د هغه کاروبار د ده یوازیني زوی لي سټرېکر ته پاتې شو، خو هم تر څه مودې وروسته په ناڅي ډول مړ شو. کاروبار اوس د هغه دری اولادونو ته چې رونډا یې مشره وه پاتې شو. رونډا چې د ښوونې په برخه کې یې زده کړې وې او د ښوونکې په توګه یې دنده ترسره کوله اړه شوه چې د خپلې کورنۍ سوداګرۍ ته هم پام وکړي.
د رونډا د نیکه له لوري پیل شوې کمپنۍ سټرېکر اوس په امریکا کې د طبي وسایلو د پلور له سترو کمپنیو شمېرل کېږي. د دې کمپنۍ محصولات د خپلو څانګو او سبسایډیو له لارې د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې پلورل کېږي. د کمپنۍ پر وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې له سټرېکر سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ۲۵۰۰ کسان په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې پر دندو بوخت وو.
روڼډا اوس مهال په دې کمپنۍ کې چې د کلني پلور کچه یې ۹،۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي ۷،۶ سلنه ونډې لري. دا یوه له هغو میلیاردرانو څخه ده چې په امریکا کې یې له خیریه چارو سره ډېره مرسته کړې. دې او خاوند یې له مشیګان پوهنتون سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې وه چې د طب نوې پوهنځۍ ورباندې جوړه کړي. سره له دې چې دوی دغه مرسته پټه کړې وه، خو په تېره مارچ میاشت کې افشا شوه چې د دغه پوهنځي ډونره رونډا ده.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې رونډا اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۲۲۹ مه او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۵۹ مه میلیاردر ده.
دا دری اولادونه لري او د مشیګان ایالت په فورتېچ سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.