#ویډیو: د سکایپ (Skype) شرکت په ژوندۍ بڼه د خبرو اترو د ژباړې سیسټم فعال کړ

دا دی، د مختلفو هیوادونو د وګړو تر منځ د خبرواترو د اسانتیا لپاره یوه نوي لار جوړه شوه. د سکایپ (Skype) نړیوال شرکت، د انلاین ژباړې(Skype Translator) یو نوی داسې میتود جوړ او فعال کړي، چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو او ژبو لرونکوو د یو بل سره د خبراترو د اسانتیا سبب به وګرځي.  دا میتود، اوس د انګلیسي او اسپانوي تر منځ په بشپړه توګه کار کوي او نوموړی شرکت په پلان کې لري، چې په دې نږدې راتلونکي کې د نړۍ نورې ژبې هم په سکایپ کې فعالې کړي. د یادونې وړ ده، چې دا لار به د خلکو ترمنځ مفاهمه نوره هم اسانه کړي.