ټایوتا غواړي یو نوی موټر چې د تیلو پر ځای به هایدروجن خوري په ۲۰۱۵ل کال کې بازار ته وړاندې کړي

لکه څرنګه، چې موږ ټولو ته معلومه ده، د ټایوټه(Toyota) شرکت په پلان کې لري، چې په راتلونکي ۲۰۱۵ ل کال کې یو داسې موټر بازار ته وړاندې کړي، چې د تیلو پر څای به ها يدروجن خوری.
د Engadget خبري اژانس په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د جاپان د ټایوټه نړیوال شرکت په راتلونکي ۲۰۱۵ ل کال کې د لیکسس(Lexus) برنډ په نامه یو داسې موټر غواړي بازار ته وړاندې کړي، چې عادي تیل به نه خوري، بلکې د تیلو پر ځای به د هایدروجن تیلو نه کار اخلي. د نوموړې خبرپانې پر اساس، دغه موټر به ۳۰۰ داس قوت(هارس پاور) زور لري او تیزوالی به یې 384 کیلومتره په یوه ساعت کې وي. د یادونې وړ ده، چې د یو داسې نوي موټر راوتل په دې معنی ده ، چې هغه ورځ لرې نه ده، چې بازار ته به یو داسې موټر راووځي، چې د تیلو پر ځای به اوبه خوري.