اتل سوالګر

 
 ريښتني لنډه کیسه
 
دژمي دسړې شپې وچ اویخ شمال دلاندې ولاړوغیشوله لګیدوڅخه یوویرونکی اوازترغوږررارساوه، په رښتیا ، اوس یی هم کله کله پخپلوغوږونوکې احساسوم، اوس مې هم یادیږي ... ، دهغوملګروڅیرې مې یویوترسترګوکیږي چې تل به یی ماته ویل : ته څه اړتیا لرې چې پدې مرګوني میوندکې پولیس یی مونږخومجبوریوواړه واړه ماشومان موترشا پاتې دي ډوډۍ غواړي ، پدې نیمه شپه د پوستې پدې یخ برج کې مې له ځان سره وویل ! اوس به یی هډوکي پاتې وي که ماشومان یی ووینم دابه ورته ووایم چې پلارمو ستاسولپاره خپل ژوند ورکړله سترګوبه مې اوښکي وخوټیدې ، آه څومره بې ارزښته نړۍ ده ... په هیڅ نه ارزي ، په همدې سوچونو کې مې شاته دچادراتګ آوازترغوږه شو په بیړه مې شاته وکتل ، ډیربې خبره راغلې بیاداسې مه کوه خپل ملګري به دې وولي ، عزت الله راته وویل ته ګنګس شوي یی ستا پیره پوره ده ورځه لږخوب وکه ... ورځه ، په سختۍ مې ملاسمه کړه اوورته ومې ویل که نه وای راغلی ترسبابه همدلته ناست ووم ، په خندایی راته وویل ! کاشکې مخکې خبروای چې ستا نوبت هیردی ، څه به مې ترسبا خوبونه کړي وای ، په تګ تګ کې مې شاته وروکتل اوورته ومې ویل ، بیداره اوسه دشپې غلچکي بریدونه زیات شویدي په خوب کې مولاندې نکړي ، په ډاډمنه لهجه یی ځواب راکړ ! بیغمه اوسه وروره بیداریم ، بیایی لږځنډوکړاوله وروستویی راپسې غږکړ ! که ژوندی ووم په پوسته نشي راختلای اوس ورځه ، لږډاډه شوم کوټې ته ننوتم ټول ملګري په خواږه خوب ویده وو ، یوځل مې د بوټو نومزي خلاص کړل بیرته یوه اسره راولویده اومزي مې وتړل ، کورتی مې په ځان ښه راټوله کړه لکه سړی چې جنګ ته روان وي خویوډول اندیښنه راسره وه اوبد احساس مې درلود ، له بوټونوسره کټ ته وختم زما کټ په لومړي پوړکې وونوځکه ختل یی سخت کارنه راته بریښیده ، ټوپک مې دکټ له څنګ سره تکیه کړاوله جیبه مې ټیلیفون راویوست ومې کوت دشپې دوه بجې اوشل دقیقې وي ، بیرته مې په جیب کې کیښود اوکمپله مې په ځان راسمه کړه خوترډیره خوب نه وړم ، له لرې لرې دسپویوه نیمه غپا اور یدل کیده ، سترګي مې ورغلي وي نیږدې شل دقیقې اویانیم ساعت خوب به مې کړي ووچې دټیټوپرله پسې ډزوغږمې وا ورید په بیړه مې ټوپک ته لاس کړواوپه ټولوملګرومې غږوکړوچې حمله وشوه ټول بې له ځنډه راپورته شول له کوټې دوتوپه وخت کې مې ملګروته وویل : هلکووارخطا کیږئ به نه ډیراحتیاط کوئ دایسکوګانوله شا لرې نشئ اوپه بیړه له کوټې ووتم عزت الله ته مې ځان ورورساوه ، په نیولي ساه یی وویل له څلوروخواوویی حمله کړي ، محاصره کړي یی یوخوډیرنیږدې ندي ، موږهم ګڼې ځوابي ډزې پیل کړې ، ومې لیدل دپوستې له څلوروبرجونوزموږملګري ډزي کوي ډاډه شوم ، عزت الله ته مې وویل ! وروره زه له خندق څخه دباندې سنګر ته ځم ته همدلته اوسه خوله برجه به سرنه پورته کوي ، له تیراندازونوګوره ، اوپه منډه لاندې ورکوزشوم ، سرداررا باندې غږکړ، قومندانه چیرې ځې ومې ویل ته همدلته اوسه ، اوپه منډه مې په خندق کې ځان وغورځاوه اودباندني سنګر له تیراندازو نومې یوه یوه ډزه کوله ، نیږدې څلویښت یا پنځه دیرش دقیقې وروسته مقابلې ډزې وروورو کمیدې اوبیا څودقیقې وروسته یوه چوپتیا خپره شوه ، ډزوموغوږونه داسې کاڼه کړي ووچې دتیزالوتنکي باد اوازمونه اوریده ملګروته مې وویل پخپلوځایونوکې اوسئ اوتش شا جورونه ډک کئ بیا حمله ونکي ، نیږدې یوساعت وروسته سردارراغی اوویی ویل:  قومندانه لکه چې کوم زخمي یی پاتې دی د زګیروي غږاورم ، ومې ویل داسې نه وي چې کوم نوی تا کتیک یی جوړکړی وي ، سرداره لاسي برق ولګوه اوخپله شاته شه د ایسکوپه سریی هماغې خواته کیږده ، ګوره ځان ورونه ښیئ ، په ورومې ورته وویل ، خوهیڅ موونه لیدل سرداروویل ! زخمي لکه چې په لاندې ژوره کې پروت دی ، ورغبرګه مې کړه چې ښه رڼاشوه بیا ورځوله خپلو ځایونوونه خوځیږئ ، اوبیا دعزت الله خواته ورغلم ، عزت الله ماته راوکتل اوورو یی وویل :  ښه شوه وروره چې څوک زخمي نه شول ، هریوپخپلوځایونوکې کښینا ستواوپه بیړه مودسهارراتګ ته شیبې شمیرلې.
اوس نوښه رڼاشوي وه اوترلرې لرې هرڅه ښه مالومیدل ، ملګروته مې وویل زه اوعزت الله ورځوچې زخمي وګورو تاسوهمدلته بیداراوسئ ورو ورو ورروان شولو ګوروچې پړمخ یوجسد پروت دی ، عزت الله راته وویل لکه چې مړشویدی ، ورنیږدې شولو عزت الله جسد له مټه ونیولواوغوښتل یی چې پورته یی کړي ، ما لاس دپښوخواته وراوږد کړلامې لاس نه ووورسیدلی چې دیوه ځواکمنې چاودنې له غږسره بیا نه یم پوه شوی ، یووخت مې سترګې خلاصې کړې ګورم چې په روغتون کې یم سرداراوبسم الله چې دپوستې ملګري مې وودکټ له څنګه ولاړدي ومې پوښتل عزت الله څنګه دی په خواشینۍ یی ځواب راکه ! ښه دی اوس اوس به یی له عملیاتخانې راوباسي ، یواځي مې دومره په یاددي چې ومې ویل سرداره کمپله راباندې واچوه یخ مې کیږي ، له ښایسته ډیروخت وروسته مې سترګي وغړولې ومې پوښتل څوبجي دي بسم الله ځواب راکړ، دشپې اته بجې بیا مې وپوښتل سردارچیرته دی بسم الله په لاس اشاره وکړه اوورویی وویل ستا ترڅنګ په کټ پروت دی شیبه مخکې ویده شو ، په څنګ مې وروکتل زما په لاس کې دعزت الله مخ بیله له خولې اویوې سترګي نورټول پانسمان شوی وو ، سردارته مې وویل لکه چې ډیرخوږدی ، دهوپتوګه یی سروخوځاوه ، غوښتل مې په ډډه واوړم اوپښي راټولې کړم یوډول بیخودي اوسپکوالی مې په پښوکې احساس کړ ، بسم الله ته مې په بیړه وویل پښي مې شته ؟ ترڅوشیبویی بیځوابه راوکتل اوپه سترګوکې یی اوښکې ډنډشوي په ژړغوني آوازیی وویل ! قومندانه دپښو عملیات دي خلاص شوپه بیړه مې کمپله وغورځوله ومې کتل چې دواړه پښي مې له ګونډوپورته نه وې ، احساس مې کړه چې یوویر ونکی خوب وینم په ډیره سخته مې اوښکي تم کړي ، ومې ویل څه چې کیدل وشول اوس خپګان ګټه نلرې ومې ویل دعزت الله پښې لاسونه روغ دي ؟ سردارپه ژړغوني اوازوویل دوه پښې یوه سترګه اودیوه لاس ګوتې یی قطع دي بې واره مې له سترګواوښکې روانې شوي ، اوس هم هماغه شیبې راته دیوه دردونکي خوب پتوګه ښکارې.
نیږدې یونیم ، دوه کاله وروسته مې دسړک په غاړه ناست سړی ولیدورنیږدې شوم ګورم چې عزت الله دی غږمې پرې وکړعزت الله پورته یی راوکتل ، موټی یی خلاص کړ له سترګویی اوښکې روانې شوي اوپه نیولي آوازیی یی وویل : سوالګر زیات شویدي اوس څوک لسګون نه ورکوي ، ومې کتل په خلاص موټي کې یی یوڅوزړې اوګونځې شوي یواودوه ګوني نوټونه وو ، بې له څه ویلو روان شوم اوله ځان سره مې بیا بیا وویل : یواتل سوالګر، یواتل سوالګر ... .