رېنهولډ شميډېنګ؛ هوډمن میلیاردر

 
امریکایی « رېنهولډ شميډېنګ» د طبي وسایلو د یوې سترې کمپنۍ مشر او بنسټګر دی. نوموړي د ښوونځي تر بشپړولو وروسته د متحده ایالاتو په مشیګان پوهنتون کې فیزیولوژي لوستې ده. له دې کبله چې پلار یې د غاښو ډاکټر و، تمه کېده چې دی به هم د خپلې کورنۍ د نورو غړو په څېر طبابت ته مخه کړي، لکه ده چې د خپلې بیوګرافۍ په یوه کتاب کې ویلي« زموږ د کورنۍ ډېری غړي په جرمني کې ډاکټران دي او دا د شميډېنګ کورنۍ د برخلیک نه بېلدونکې برخه وه.» خو له سوداګرۍ او کاروبار سره د مینې له کبله یې له خپلې کورنۍ لاره جلا کړه.
له دې کبله چې دی په یوه جرمنۍ کډواله کورنۍ کې زېږېدلی و او جرمني یې زده وه د ریچارد میډیکل په نوم د طبي وسایلو امریکايي کمپنۍ نوموړی په جرمني کې د مارکېټېنګ د منیجر په توګه وټاکه.
په دې کمپنۍ کې د کار پر مهال له ده سره هم د طبي وسایلو د جوړولو فکر پیدا شو. په ۲۰ ډالره یې یو مېز وپېره او په مونیخ کې په خپل کور کې به د شپې د طبي وسایلو پر ډیزاین بوخت و. د نوموړ ستره هیله یې دا وه چې د اورتوپیدي په برخه کې د عملیات نوي وسایل کشف کړي. دی له همدې فکر او خپلې نامزادې سره یو ځای بېرته امریکا ته ستون شو او په کونکټیکېټ ایالت کې یې د سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړ تر څه مودې وروسته بېرته جرمني ته ستانه شول، ځکه نامزادې یې باید د قانون په برخه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې وی.  ده په ۱۹۷۰ کال کې د «Arthroscopy Excision Instruments» په نوم د طبي وسایلو کمپنۍ رامنځته کړله. د کار په لومړنیو دوو کلونو کې یې ګټه ونکړه، خو هوډ یې له لاسه ور نه کړ او د یوه ښه کاروبار د رامنځته کولو لپاره یې پر پياوړې ارادې خپل کار ته دوام ورکړ. تر څه مودې وروسته یې کاروبار په غوړېدو شو او په ۱۹۹۰ کال کې یې خپله کاروبار د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت ناپلېس سیمې ته ولېږداوه.
د نوموړي کمپنۍ اوس د «Arthrex» په نوم یادېږي چې په امریکا کې د طبي وسایلو له سترو کمپنیو شمېرل کېږي. د کمپنۍ تولیدات اوسمهال د نړۍ په ۹۰ هېوادونو  کې وېشل کېږي. له اردرېکس سره ۱۴۰۰ نفره په فلوریډا او شاوخوا ۲۰۰۰ زره نور کسان د نړۍ په نورو برخو کې پر دندو بوخت دي. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې نوموړی اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۳۲ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۲۲۷ ام میلیاردر دی.
دی په فلوریډا ایالت کې ژوند کوي او دوه اولادونه لري.
دی وايي له یوه ښه فکر پرته د بریا چانس نه دی او یوازې له دې کبله بریالی شوی چې غوره لیدلوری یې درلود.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.