ولسمشره استعفا دې نه منو!؟

 
د پرون راهيسې هسې ګنګوسې دي، چې ولسمشر غني استعفا ور کوي. را به شو دې ته چې ولسمشر صېب، موږ افغانانو چې ستا لپاره خپلې وينې و بهولې، د  خلکو ګوتې پرې شوې، تور سرې ميرمنې چې تر اوسه یې چا لاس نه وو ليدلي، لاړې ستا لپاره یې قرباني ور کړه.
مانا دا چې ستا لپاره ملت هر څه ته اوږه ور کړه له هېڅ شي نه یې مخ ونه ګرځاوه. نو اوس هم باید د ملت درد ته پټې ور کړې، هسې نه په زخم کې یې لا مالګې ور وشيندې.
خبرې ډېرې دي، هسې به دې سر نه در دروند کوم، غواړم په لنډو کې یو څو کرښو ته درته اشاره و کړم.
لومړی:  ولسمشره په اساسي قانون کې ستا لاندې واکوونه دي، او ته کولای شې که لاندې واکوونه په پوره زړورتیا سره پلي کړي. کوم غله او هغه قاتلان یې چې نه در سره مني، نو کولای شې چې ملت ته دا خبره په ډاګه کړې. او ددوی شوم اهداف رسوا کړې.
اساسي قانون:
څلورشپېتمه ماده
جمهور رئیس لاندې واکونه او دندې لري:
۱. د اساسي قانون د اجرا څارل.
۲. د هېواد د سیاست د اساسي کرښو ټاکل.
۳. د افغانستان د وسله والو ځواکونو ستر مشرتوب.
۴. د ملي شوری په تایید د جګړې او متارکې اعلانول.
۵. د ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلواکۍ دساتنې د دفاع په حالت کی د وړ تصمیم نیول.
۶. د ملي شوری په تایید له افغانستان څخه بهر ته د وسله والو ځواکونو د ټولګیو لېږل.
۷. ددې اساسي قانون په (نهه شپېتمه) ماده کې له راغلی حالت پرته، د لویې جرګې راغوښتل،
۸. د ملي شوری په تاْیید د اضطراری حالت اعلان او دهغه پای ته رسول.
۹. د ملي شوری او لویې جرګې دغونډو پرانستل.
۱۰. د جمهوری ریاست د مرستیال د استعفی منل.
۱۱. د ولسي جرګې په تایید د وزیرانو او لوی څارنوال ټاکل او د هغوی عزلول او داستعفی منل.
۱۲. د ملي شوری په تایید د سترې محکمې د رئیس او غړیو ټاکل.
۱۳. د قانون له حکمونوسره سم د قاضیانو، وسله والو ځواکونو د منصبدارانو د پولیسو او د ملي امنیت او د لوړ رتبه مامورینو ټاکل، تقاعد ورکول، د استعفی منل او عزلول.
۱۴. په بهرنیو هېوادونو او نړېوالو موْسسو کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو د مشرانو ټاکل.
۱۵. په افغانستان کې د بهرنیو سیاسي نمایندګانو د باورلیکونو منل.
۱۶. د قوانینو او تقنیني فرمانونو توشیح کول.
۱۷. د قانون له حکمونو سره سم د دولتونو تر منځ د معاهداتو او بین المللی میثاقونو د تړون لپاره د باور لیکونو ورکول.
۱۸. د قانون له حکمونو سره سم د جزاګانو تخفیف او بخښل.
۱۹. د قانون له حکمونو سره سم د مډالونو، نښانونو او افتخاری لقبونو ورکول.
۲۰. د ولسي جرګې په تاْیید د مرکزي بانک د رئیس ټاکل.
۲۱. د هېواد د ادارې د سمون لپاره، د قانون له مخې، د کمېسیونونو جوړول.
۲۲. په دې اساسي قانون کې نور راغلي واکونه او دندې.
اوس به راشو دې ته، چې ستا واکونه د افغانستان اساسي قانون په څرګنده سره په پوره واک او بشپړه توګه سره بیان کړي دي.
موږ اوس ستا نه کار غواړو، هسې نه کېږي، چې د ولس په وينو او ستړیاوو باندې بیا ملنډې ووهل شي.
ته به رښتیا هم د ځينو مافیایي کړیو په منځ کې را ګير وې، خو دلته مهمه خبره ده ده، چې ملت باید له هرڅه نه خبر کړئ، ځکه تا به په خپلو خبرو کې هميشه ويل، چې زه د ارګ او ملت تر منځ فاصله له منځه وم.
نو اوس هم غواړو چې کار و کړې، په استعفا باندې څه نه کېږي، دا وطن ټول وخت یا استعفا ړنګ کړی دی، یا کودتاه!!!؟؟؟
ولسمشر صېب، یو ځل بیا هيله نه کوم، بلکې جدي وایم، ملت ستړی دی، ملت په بد حال کې دی، ملت د یوی ډوډي مړې پسې مړ دی.
د خدای پار دی، ددې مظلوم ملت په وينو باندې تل پردو تجارت کړی دی، تل یې ځور کړی دی، تل یې ميندې ژړيدلې دي، تل یې ځوانکي زامن همداسې کودتاه او یا هم کومې بلې بلا خوړلي دي.
نو اوس هم که ته یا استعفا او یا هم د ملت نه لرېوالی غوره کړې، نو بیا به خواران او غريب خلک په دې ناورين کې لولپه شي.
نو هيله ده، چې د استعفا پر ځای مافیا او هغه څوک چې ستا د پرمختګ په لاره کې خنډ ګرځي رسوا او ملت ته یې ور و ښایې.
هغه د اند صېب خبره:
که د کرکې سر لښکر پکې پاچا وي
له دې ښار نه به یوه ورځ جوړه صحرا وي
 
دا رښتیا هم ده، چې د ملت تاته ډېر اميد و، ډېرې لویې هيلې درلودې،نو دا ښار یو ځل بیا د کرکې سر لښکر او قاتل ته په لاس مه ور کوه. ته یو سپېڅلی او پاک شخصيت یې، خو، اراده دې لا قوي کړه او د ملت سره واټن را کم کړه. ځکه یې د ځان، مال، او هرڅه قرباني ور کړه.نو ، د ملت ريښتنې او سپېڅلې ارادې ته هسې په سپک نظر مه ګوره، په ملت غږ  و کړه ملت بیا هم در سره دی، بیا هم د سر قربانۍ ته درته تیار دی. که چېرې ته ريښتیا هم د ملت او دې خوارانو په غم کې یې.
مننه
ايمان