امریکا غوښتل پخوانی افغان ولسمشر د خپل یوه ساتوونکي په مرسته ووژني!.



دا خو کره خبره ده، چې امریکا ولې غواړي زموږ پخوانی ولسمشر حامد کرزی ووژني؟
کله چې اسامه په نیویارک ښار کې دوه لوی اپارتومانونه را ونړول، او دلته په افغانستان کې افغانان له جنګه سخت ستړي وو، نو د شمالي ټلوالې او حامد کرزي په مشرۍ امریکا افغانستان ته دننه شوه او د طالبانو واکمني یې نسکوره کړه، کله چې د طالبانو واکمني را نسکوره شوه امریکا له شمالي ټلوالې دا غوښتنه وکړه چې ولسمشر باید یو پښتون وي شمالي ټلوالې د امریکې دا خبره د سترګو په لېمو ومنله، ټاکنې وشوې داسې ټاکنې چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه درلود، یو یا دوه کاله په هېواد کې ارامي وه، د افغانستان خلکو د ژوند یو نوی پړاو پیل کړ، خو کله چې امریکایان پوه شوه چې که دا هېواد جوړ شي او پرمختګ وکړي نو زما خو کور وران دی، نو د مخالفینو د پیدا کولو په هڅه کې شول، ورو ورو بیا د جنګ اوازې په هېواد کې خورې شوې او بلاخره جنګ ورځ تر بلې زور واخیست او په ټول هېواد کې جګړه پیل شوه.
دې جګړې دوام درلود افغان ولسمشر به چې بهرنیانو په ځانګړي ډول امریکایانو څخه مرسته غوښته هغوی به لا مخالفین تقویه کول او مرستې به یې ورسره کولې، دې جګرې د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې ورو ورو خرابې کړې ځکه افغان ولسمشر حامد کرزی په دې پوهېدو چې دا نیابتي جګره په خپله امریکایانو پیل کړې ده او په هر کنفرانس کې یې په وار وار دا خبره په ډاګه کړه چې دا جنګ کورنی نه بلکه بهرنی جنګ دی، دې جنګړې تقریبا دیارلس کاله دوام درلود او بلاخره پایله یې هم دا شوه چې افغان ولسمشر له امریکې سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړ او د دې تړون لاسلیک راتلونکي ولسمشر ته پاتې شو. چې هغه دا تړون لاسلیک کړ.
خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل قدرت په پای کې امریکا سره له پاکستانه؛ ډېره سخته رسوا کړه، دا خبرې ولسمشر د خدای په امانۍ او د تحلیف په مراسمو کې وکړې. هغه وویل چې امریکا به ما سره یوه کوله خو له پاکستان او مخالغینو سره بله او د دې متل په ویلو سره یې دا خبره لا کره کړه ( چې امریکا به غله ته ویل چې غله وکړه او د کور خاوند ته به یې ویل پام دې وي چې غل درنشې ). ده وویل چې امریکا او پاکستان تل له ما سره چل کاوه او زیاته یې کړه چې زه لا ډېر وختي په دې خبره پوه وم خو زما دا له وسه تېره وه چې زه د دوی مخه ونیسم.

اوس هم امریکا کله چې غواړي زموږ پخوانی ولسمشر د خپل یوه ساتوونکي په واسطه مړ کړي، پوهېږې چې دا سړی موږ ته لوی خنډ دی.

په درناوي
ستاسو ورور امین پاچا