
بې خوبي دملا درد لامل ګرځي
نوو علمي څیړنو ښودلې ده هغه بالغه کسان،چې له بې خوبۍ څخه ځوریږي دوی دنورو په پرتله یونیم ځل د ملا پر درد اخته کیږي .
څیړونکي وايي : دملا درد ډېر لاملونه لري ،چې ځینې یې اقتصادي ، ټولنیز او دژوند بڼه ده، دوی دې پایلې ته رسیدلي دي،چې بې خوبي دملا درد تر ټولو ستر لامل دی. څیړونکي زیاتوي : بې خوبي د درد په اړه د انسان حساسیت زیاتوي .
کېدای شي رواني ناارامي هم د بې خوبۍ لامل شي کوم وګړي ،چې له دایمي نا ارامۍ سره لاس وګریوان وي ددې شونتیا شته ،چې دملا پر درد ، د غړو شخوالی پر ستونزه اخته شي .
کېدای شي د ملا درد نور لاملونه هم وي ،خو څیړونکو تر اوسه نه دي موندلي .