
غزل
دا غموونه له صنمه دي ملګرو
له غزل او له قلمه دي ملګرو
پکې یو د محبت زخم هم نشته
ټول زخموونه مې له بمه دي ملګرو
انسانان چې کوم د ځمکې په سر ګرځي
له حوا او له ادمه دي ملګرو
د پښتون په کور وير چې دم په دم دی
د پنجاپ ملا او ډمه دي ملګرو
د سهار ګلان چې هسې مړاوې شوي
ډېری وخت دوی بې شبنمه دي ملګرو
جينکو ته له بيتو جوړې ټيکۍ کړئ
ما راوړي له حرمه دي ملګرو
د ايمان شونډې چې هسې وچې شوې
دا دې ښکلي یار له غمه دي ملګرو
ايمان