
ليوناردو داوينچي
د زېږيدو نېټه: د اپريل ۱۵ مه، ۱۴۵۲ ز کال.
مړينه: د مې ۲ مه، ۱۵۱۹ز کال.
ليوناردو داوينچي په تاريخ کې د نامتو او ډير اړخیزه شخصيتونو په توګه پېژندل شوی. دی نه يوازې يو وتلی انځورګر او مجسمه جوړونکی و، بلکې معمار، موسيقي جوړونکی، ریاضي پوه، مخترع، اناتوميست، جیولوجست، بوتانيست، نفشه کښ، فیلسوف، شاعر او د رنساس د عصر ليکوال و.
ليوناردو دواينچي د ۱۴۵۲ ز کال د اپريل په ۱۵ مه نېټه، د «فلورينڅ» ښار ته نږدې، د ايټاليا په «داوینچ» ښار کې زېږيدلی.
د ليوناردو داوينچي د مور په هکله ډير کم مالومات شتون لري؛ یوازې دا، چې بزګره وه او د ليوناردو پلار سره يې رسمي واده نه و شوی او تر څلور کلنۍ پورې يې د خپل زوی پالنه په کلي کې وکړه او تر هغې وروسته د پلار کورنۍ ته استول شوی دی. د نوموړي پلار «پېرو وينچي» په کافي اندازه بډای او شتمن سړی و او د نوتار (Civil-law notaries) په توګه يې دنده تر سره کوله، همداراز د ځمکو خاوند و او دولتي القاب يې هم درلودل.
ليوناردو داوينچي لومړنۍ زده کړې، چې لوستل، ليکل رياضي او د لاتين ژبه وه، په کور کې تر لاسه کړې. د ځينې خلکو لپاره د ده د ليکلو سبک ډير په زړه پورې و، چې د هندارې په طرز و، چې له ښي نه کيڼ خوا ته ليکل و او وروسته يې د خپلو ځينو ياددښتونو لپاره هم دغه طرز کارولو. په ۱۴۶۹ ز کال کې ليوناردو داوينچي له خپل پلار سره د «فلورينڅ» ښار ته ځي او هلته د انځورګرۍ پر زده کړه پيل کوي. که څه هم پلار يې هيله درلوده، چې زوی يې هم د ده په شان دنده ولري، خو د هغه وخت د قوانينو پر بنسټ، ناقانونه زيږدلو ماشومانو د ډاکتر او نوتار په توګه دندې نشوې درلودی. په ۱۴۷۲ ز کال کې ليوناردو داوينچي په فلروينڅ کې د انځورګرانو يوه هنرځي ته استول کيږي، او د انځورګر او مجسمه جوړونکي « اندرېا وروکیو» د شاګرد په توګه زده کړې کوي. يو کال وروسته، په ۱۴۷۳ ز کال کې د ليوناردو داوينچي لومړنی نېټه لرونکی اثر، يوه منظره چې سيند په کې انځور شوی، پنځول کيږي.
په ۱۴۸۱ ـ ۱۴۸۲ ز کلونو کې، ليوناردو داوينچي د «ميلان» واکمن «لودويک مورو» سره په دنده ګمارل کيږي، چې د درباري جشنونو د تنظيمولو او همداراز د پوځي انجينير او هايدروتخنيک چارې يې پر غاړه وې. پخپلو اثارو کې يې، د عصري ښارونو راز راز ايډيالې بڼې وړاندې کړې.
په همدې مهال نوموړي په مختلفو علومو کې په څېړنه او شننه پيل کوي او ډيرې زياتې برياوې يې په برخه شوې. په ۱۵۱۷ ز کال کې په ډيرې خوشالۍ سره د فرانسې پاچا لومړي « فرانسيس» بلنه، د دربار د انځورګر په توګه، منې او فرانسه کې ميشت کيږي. هلته دی، ډير ژر نوموتی شو او د ډيرو د درناوي وړ وګرځيد. په فرانسه کې ژوند ورسره ډيره ياري ونکړه او له دوو کلونو وروسته، د د مې ۲ مه، ۱۵۱۹ز کال کې يې د «کليو لوسې» Clos Lucé په کلا کې، چې اوس د ده په نوم موزيم هم دی، له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې.
د ليوناردو داوينچي د انځورګري يو څو بېلګې: