ریډ اېمرسون؛  اره کش چې میلیاردر شو

 
«Archie Aldis Emmerson» چې په ریډ اېمرسون مشهور دی یو له هغو میلیاردرانو دی چې د ژوند له کیسې یې ډېر څه زده کېدلی شي. نوموړی په ۱۹۲۹ زېږدیز کال د امریکا د متحده ایالاتو د اورېګن ایالت په ګرنډ رانډ سیمه کې زېږېدلی دی. ماشومتوب یې د همدې ایالت په نیوبرګ سیمه کې تېر شوی دی. دا سیمه ځنګل لرونکې وه او د ریډ پلار د خپل کور په انګړ کې اره کشي کوله. له ډېرې خوارۍ سره سره په دغه سیمه کې د ریډ د پلار کاروبا نه ښه کېده. دی لا د پنځو کلونو و چې مور او پلار یې سره جلا شول. پلار یې په کار پسې شمالي کالفورنیا ته ولاړ او دی له دې کبله چې کوچنی و له مور سره پاتې شو. مور یې هم تر څه مودې وروسته د ده له روزنې لاس واخیست او د ختیځ واشنګټن په یوه لیلیه ښوونځي کې یې شامل کړ. په دغه ښوونځي کې د زده کړو پر مهال نوموړي د ښوونځي په فارم کې د کار کولو فرصت تر لاسه کړ. ده به د زدکړو تر څنګ د ښوونځي د فارم لارۍ ساعت په ۳۵ سېنټه چلوله.
ده وروسته په اومک کالج کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ. له کالج تر فراغت وروسته په دریو ځایونو کې د کار فرصت ورته برابر و، خو دی شمالي کلفورنیا ته وګرځېد او له خپل پلار سره یې چې اره کشي او د لرګیو سوداګري یې کوله کار پیل کړ. دواړو ګډ کار پیل کړ او ریډ په لږ وخت کې د سوداګرۍ د مدیریت چارې پر غاړه واخیستې. د ریډ تر مدیریت لاندې د دوی کاروبار په چټکۍ پرمختګ کاوه تر دې چې نن یې له برکته میلیاردر دی. له یوې اره کشۍ پيل شوی کار اوس د لرګیو د کاروبار پر یوه ستره کمپنۍ بدل شوی دی.
«Sierra Pacific Industries» کمپنۍ اوسمهال د امریکا په متحده ایالاتو کې د لرګیو د تولید او پروسس دویمه ستره کمپنۍ ده. ریډ په شمالي کلفورنیا او د واشنګټن په لوېدیځ کې ۱،۹ میلیونه هکتاره ځنګلونه لري. د کمپنۍ چارې اوس د نوموړي دوه زامن جورج او مارک پر مخ وړي. یو یې رییس او بل یې چییرمن دی.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ریډ اېمرسون اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۲۰ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۷۷ ام میلیاردر دی. نوموړي د فوربس مجلې د سلف مېډ سکور یا پر خپله د میلیاردر کېدو ۷ نومرې اخیستې دي. دی دری اولادونه لري او په کلفورنیا کې ژوند کوي.  
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.