د زړه سوځيدا لپاره طبي لارښوونې

 
گرانو لوستونکیو !
 
د زړه سوزیدا Heartburn  (دل بدي) یو رنځ دی، چې د ھضمي جھاز پرې مبتلا وي ( مرۍ او معده).
دا لاندې لارښونې به وکولی شي، چې د ځان لپاره يې د اعلاج يوه غوره نسخه وگڼۍ:
 
۱) په یوہ وخت زيات خوراک مه کوئ ، او د ورځې په اوږدو کې څو څو ځله باید وکړل شي ( خو په کمه اندازه ) .
۲) ورو او په کراره بايد خوراک وشي. 
۳) تر خوراکوروسته له غزيدو ( پریوتو)، تر دوه دريو ساعتونو پورې ډډه وکړئ .
۴) د شپې له نا وخته خوراکه ډډہ په کار ده ( خوراک درې ساعته مخکې تر ویده کيدلو وشي ) .
۵) تر خوراک وروسته، سمدلاسه ورزش کول زیان لري .
۶) شاته باید بالښت ( تکیه ) ولرئ او آرام اوسئ .
۷) له ھغو شربتونو او څښاک پرھیز په کاردی لکه Coke ، Pepsi او دې ته ورته نور.
۸) د ھغو خوراکي توکو پيژندل لازم دي، کوم چېد زړه او معدې د سوزش د رامنځته کيدلو لامل ګرځي. د بېلګې په توګه: مساله، مرچ، سره کړي شیان ، کباب شوی خوراک، هوږہ، کچه پیاز، پاتینګړ يا توربانجان ، چای ، قھوہ.
۹) د بې شکرو جاولو ( ساجق) ژوول گټور دي؛ وروسته تر خوراکه چې لاړې ډیرې شي، تیزاب کم شي او خواړہ ژر ھضم شي.
۱۰) ھغه دارو چې د درد ضد دي لکه Aspirin , Aspro , Novalgin , Brufen او داسی نور، چی تیزاب په معدہ کې لوړوي، خصوصا په تش نس، مه کاروئ اویا يې کم او وروسته له ډوډۍ استعمال کړئ.
۱۱) د بدن وزن کمول ضروري دی.
۱۲) عجول مه اوسۍ ، تشویش کم کړۍ او قورمه باب خوراک بند شه دی .
Avoid Hurry , Worry and Curry .
 
ډاکټر نجیب خټی