
د شکرې ناروغي دوہ نمونی لري Type 1 Diabetes او Type 2 جDiabetes .
دا Type 1 ھغه د شکرې ناروغي ده چې په انسولین ولاړه دہ او پرته له انسولین پیچکاری تر کنترول لاندی نشی راتلای . دا ناروغي د ماشومتوب د شکرې د ناروغي په نامه ھم یادیږی ، ځکه چې په وړکتوب کشی پیدا کیږی . لھذا دا کسان د Type 1 Diabetes مریضان باید روژہ و نه نیسي .
د Type 2 د شکرې ناروغان روژه نیولی شي اما دا لاندې پاملرنې د په نظر کې ونیسي :
۱) ھر رنځور باید د روژې مياشتې په پيل کې له خپل ډاکټر سره کتنه وکړی، تر څو د اخطارپه نښو ځان پوہ کړی او په نسخه او خوراکي توکو کې د روژی په مناسبت دلازم بدلون لارشودنه تر لاسه کړی .
۲) دا د شکرې ناروغي ډیرہ په ښه توگه تر کنترول لاندی راځی او داسی کوم مخصوص رژیم د خوراکی توگو ته ھم اړتیا نشته .
۳) کم ( سپک ) خوراک په افطار ( روژہ مات ) نھری او پشولي ( پشیمي ) کې مناسب دې تر څو په وینه کې ناڅاپه له ډوډۍ خوړلو وروسته شکره او د وینی فشار ( فشار خون ) لوړ نشي .
۴) د ورزش پروگرام او یا جسماني ستوماني ( کارکول ) باید په نظر کې ونیول شي او که څوک ورزش کوی باید چې دوہ ساعته وروسته له ډوډۍ خوړولو ( افطار ) ېی وکړی .
۵) په خوراک او څښاک پابندی په زړو خلکو کې باعث د زړه د ټکانو کیدای شي ۔ زاړه او په عمر پاخه کسان د افطار او پشولی په منځ کې په تکرار خوراک او اوبه باید نوشجان کړی .
۶) د درملو په ھکله باید ووایم :
ھغه چا ته چې Metformin گولۍ ورکول کيږی چې په وجود کې د انسولین تولید جگ کړی باید ۲/۳ تر روژہ مات ( افطار ) مخته او ۱/۳ تر پشولې مخته وخوری .
څوک چې Pioglitazone درمل څخه گټه اخلی بدلون ته اړتیا نلری .
او ھغه څوک چې Sulfonylureas استعمالوی د ډاکټر تصدیق ته ضرورت لری چې ایا روژہ نیولې شی ؟
۷) د انسولین پیچکاری ھم تغیر او تبدیل غواړی ، معمولأ دا دوہ انسولین پیچکاری مخته تر روژہ مات او پشولی کفایت کوی .
۸) که چیرته د شکرې مقدار په وینه کې Blood Sugar Level تر 60 کم او یا تر 300 لوړشي فورأ باید روژه وخوړل شی .
۱۰) کومه ورځ چې په بل رنځ مبتلا وی باید روژه و نه نیسي .
ډاکټر نجیب خټی