
طبي پاملرنه :
یاد او ھیرہ د ژوند د بھیر برخه دہ . له وړکتوبه تر ځواني او جگ عمره یادونه ځای نیسي او بیا تر ۶۵ کلونو پورې، چې د انسان عمر لوړ شي نو ورو ورو ھیرول رامنځته شي؛ دی ته د زړبودۍ بھیر Aging Process واېي.
که چیرته تر ۶۵ کلنې مخکی انسان له ھېرجن توب سره مخامخ شي نو ژغورنه په کار دہ.
لاندې ۷داسی لاملونه چې ھېرجن توب را منځ ته کوي:
۱) بیخوبي ترټولوستر د ھېرجن حالت سبب کیداې شي. ناراحته وېدہ توب اواندیښنه دانسان په وضعیت/ طبیعت باندی اثرلري اویادداشت ضعیفه کیږي.
مخنیوې: حالات اومحیط د ځان لپاره باید داسې مساعد اوبرابر کړئ، چې ارام خوب درشي. د شپې ډوډۍ باید دوہ/ درې ساعته تر وېده کيدلو مخکې وخوړل شي.
۲) ډیر داسې درمل دي چې خلک يې استعمالوي، د مثال په توگه؛
مسکن / د خوب یا د ارامش دارو Tranquilizer
ضد د تشویش او وسواس دارو Anti Depressant
ضد د فشارخون دارو Anti Hypertensive او
ضد د حساسیت یاخارش دارو Anti Allergic
کوم چې ھېرجن توب پیښوي.
مخنیوې: ھیڅ کوم درمل پرته د ډاکټرله سلااونسخی بایدترلاسه نکړئ، اوکوشش وکړۍ که ېی د کم وخت لپارہ وخورۍ او اھسته اھسته له درمل خوړلو ځان وژغورۍ.
۳) تایرایډ مرغړې ( غدہ ) Thyroid Gland که خپل فعالیت کم کړې وي، اویو ھورمون چې TSH یادیږي په وینه کې لوړشي ھم د ھېرجن توب سبب کیږي.
مخنیوې: نه پوھیږم چې د دې رنځ زیاتوالی په ھیواد کې ولی زیات شو؟ البته څه د پاسه ۴۰ کاله په وطن کې جنگ روان دې ایا کوم کیمیاوی توکي استعمال شوي اوکه کوم رواني (ناراحتی داعصابو) علت موجوددی. نر او ښځه پدې رنځ مبتلا دي.
د وینې معاينه، په نامه دېThyroid Function Test که وشي بدہ به نه وي چې مقدار د T4 , T3 او TSH معلوم شي.
۴) ھغه څوک چې ډیر شراب Alcohol څښي، یاد داشت ته ېی ضرر رسيږي.
مخنیوې : که څه ھم موږ مسلمان او افغانان یو، له بده مرغه د انسان فطرت تغيیر خوري، شراب څښل فیشن او عصریتوب گڼي، پرھیزپه کاردی.
۵) اندیښنه اوتشویش دواړہ یادداشت ته زیان رسوي.
مخنیوې: په اندیښواو سوچونو مشکلات نه حل کیږی، ځان مصروف ساتل په لوست، لیک، انځورګري، حرفوي کار او جسماني بوختیا به ژغورنه درکړي.
۶) زړہ تنگي او خپگیان بله وجه دہ چی انسان حافظهکمزوري کوي. دواړہ د توجه د بایللو لاملګرځي. نوی یادونو په ذھن کې شتون نه مومي او زاړہ یادونه گردانیدلائ نشي.
مخنیوې: پورته ذکر۵مه ژغورنه ښه سلادہ.